اسلام آباد۔22فروری (اے پی پی) د يو كے پاکستان بزنس کونسل چيئرمېن مياں کاشف اشفاق وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د روسيه دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه مضبوطې اړيكې لا مستحكم او تجارت وده ومومي۔ د نهې په ورځ دبۍ كښې د چيف آپرېټنګ آفيسر اسامه نديم په مشرۍ كښې د تاجرانو يو پلاوي سره خبرو كښې مياں كاشف ووئيل د تېرې يو لسيزې په مهال روسيه او پاكستان سياسي او تجارتي اړيكو ته وده وركولو لپاره مهم ګامونه پورته كړې دي۔د پاکستان اقتصادي بحالي او د توان ترلاسه كول او په آسیا کښې خپل اقتصادي شتون پراخولو كښې د روسيه خوښي لرل دواړه هېوادونه سره نزدې کوي۔ ده ووئيل روسيه په كال 2019 كښې د پاكستان د توان څانګې له د 14 اربه ډالرو سرمايه كارۍ پېكج وعده كړې وه چې پكښې د قدرتي ګاز پائپ لائن غزولو له 2.5 بلين ډالره هم شامل دي په كوم چې تېر كال لاس ليك شوې وو۔ هغه ووئيل د صدر پيوټن په مشرۍ كښې روسيې ګرېټر اروپا ته د ګرېټر يورواېشين پارټنرشپ په توګه ترتيب وركولو سره د خپلې جغرافيائي سياسي بحالۍ حكمت عملي مخ په وړاندې بوتلې ده۔ هغه ووئيل په روانه وضعه كښې د وزيراعظم عمران خان د روسيه دوره يو تاريخي او تزويراتي اهميت لري۔ د روسيه صدر ولادي مير پيوټن 23 كاله پس وزيراعظم ته د دورې كولو بلنه وركړې ده كومه چې د ده د لارښودنې صلاحيتونو عكاسي كوي۔ د پلاوي مشر اسامه ندیم ووئیل چې د روسیې صدر وزیراعظم عمران خان ته ډېر اهمیت ورکوي او اوس که سیمه ییزې ستونزې وي يا نړيوالې ٬ د پاکستان د وزیراعظم غږ په نړیواله کچه تسليمولې شي چې ورسره د پاکستان وقار لوړ شوې دې۔ هغه ووئيل د پي ټي آئي حکومت په دور كښې د پاکستان سفارت كاري ٬ كومه چې جيو اکنامک ستراتيژۍ او د نړۍ د لويو طاقتونو ترمينځ متوازنو اړيکو ته خاص پاملرنه كوي ٬ ډېره كاميابه پاتې شوې ده۔