ماسکو 24 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان او د روسيه صدر ولاديمير پيوټن د زيارت په ورځ يو په يو ملاقات كړے٬ د ملاقات په مهال د معيشت ، تجارت او د توان څانګو كښې د مرستې پشمول په دوه اړخيزه اړيكو٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د دې نه وړاندې د روسيه فېډريشن اېګزيکټو هيډکوارټرز كريملن ته په رسېدو صدر پيوټن د وزيراعظم عمران خان تود هركلے وكړو۔ وزيراعظم عمران خان او د روسيه صدر د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو٬ په دوه اړخيزه تجارت، معيشت او د توان په خاص توګه د پاکستان سټريم ګېس پائپ لائن منصوبه كښې په مرسته او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ٬ د يادونې وړ ده 23 كاله پس د كوم پاکستاني وزيراعظم د روسيه دا وړومبنۍ دوره ده ٬ دا دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو تجديد لپاره يو تاريخي ګام ګرځولے كېږي