اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمرا ن خان وئيلي دي راوي اربن ډويلپمنټ اتھارټي او سنټرل بزنس ډسټرکټ والټن لاهور د ماحولياتي توازن او بهتري لپاره د اهميت وړ منصوبې دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جعې په ورځ د راوي اربن ډويلپمنټ اتھارټۍ او د سنټرل بزنس ډسټرکټ والټن لاهور د منصوبو پېشرفت لپاره د جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ وزيراعظم ووئيل په وړومبي ځل د دې منصوبو د لارې وسائل په سم ډول پكار راوستلے شي٬ دا منصوبې په دې لحاظ مثالي وي چې ورسره به په لويه كچه سرمايه كار راشي۔د دې نه وړاندې د راوي اربن ډويلپمنټ اتھارټۍ چيف اېګزيکټو آفيسر عمران امين وزيراعظم د منصوبې پېشرفت په اړه ووئيل په بېلا بېلو منصوبو چې پكښې چهار باغ ، انډسټريل سټېټ ، واټر ټرېننګ ورك، سفائربے او د وېسټ ټريټمنټ پلان پشمول په بېلا بېلو منصوبو په تندۍ سره كار روان دے او ټول انتظامي او ماحولياتي مسئلې لرې كړې شوي ۔ وزيراعظم د باب پاكستان جوړولو پحقله هم خبر كړے شو٬ د كال 1900ء څخه تر اوسه د والټن تاريخ به په عجائب ګھر كښې خوندي كولې شي٬ د دې نه علاوه د اېل اېن جي پاور پلانټ به هم لګولې شي او په سنټرل بزنس ډسټرکټ كښې به يو جديد ټيچنګ روغتون هم جوړولې شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول په والټن منصوبه هم كار په تندۍ سره روان دے او د راتلونكي كال تر مارچ د بشپړېدو امكان دے۔ وزيراعظم د پېنډۍ ناله لئي او رنګ روډ منصوبو د پېشرفت نه هم خبر كړے شو۔ وزيراعظم ووئيل دا ټولې منصوبې د هېواد قامي ګټې لپاره ډېرې مهمې دې۔ ده اړوندو چارواكو ته امر وكړو چې د دې منصوبو په تندۍ سره بشپړولو كښې بې غوري ونه كړئ۔ په غونډه كښې وزير مملكت فرخ حبيب٬ ډاکټر شهباز ګل، د پنجاب وزيراعليٰ سردار عثمان بزدار، د نيا پاکستان هاٶسنګ اېنډ ډويلپمنټ اتھارټۍ چيئرمين ليفټيننټ جنرل (ر) انور علي حېدر، د راوي اربن ډويلپمنټ اتھارټي سي اي او عمران امين او اړوند چارواكو ګډون وكړو او د ځائي حكومتونو صوبائي وزير محمود الرشيد، د پنجاب وزيراعليٰ سلاحكار ډاکټر سلمان شاه، د پنجاب حکومت وياند حسان خاور او د پنجاب اړوند چارواكو د وېډيو لنك د لارې په غونده كښې ګډون كولو