حېدرآباد 02 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي وزيراعظم عمران خان زړه ور واكمن دے٬ د ھغوي فكر پاكستان او د اولس دے او كله به هم د هېواد خپلواكۍ ته زيان ونه رسوي، د پاکستان تحريك انصاف د وائس چيئرمېن او خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬ د وفاقي ززير علي زېدي او په سندھ اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر حليم عادل شېخ په مشرۍ كښې د ګهوټكي نه تر كراچۍ د پي ټي آئي د سندھ حقونو مارچ چې كله د شورو په ورځ سانګهړ ته ورسېد نو خلقو ئې تود هركلے وكړو او د وزيراعظم عمران خان ملاتړ له ئې نعرې ووهلې۔ په دې موقع د سانګھر پرېس کلب مخې ته اولسي اجتماع كښې د پي ټي آئي وركرز او د غوثيه جماعتونو مريدانو نه علاوه د زرګونو په شمېر اولس ګډون وكړٶ۔ جلسه عام ته خُپلې وېنا كښې شاه محمود قرېشي ووئيل په سندھ كښې بدلون راروان دے اوس به پيپلز پارټي ټګۍ ته نه پرېږدو۔ ده ووئيل پاكستان كښې اوس داسې وزيراعظم ناست دے چې هره لمحه د پاكستان او د اولس په فكر كوي۔ ده ووئيل عمران خان خپله فلسفه په دوه ټكو بيان كړې ٬ امريکې چې د پاکستان څخه پوځي اډې وغوښتې نو وزيراعظم عمران خان په سپينو ټكو انكار وكړو او د پاکستان خپلواكۍ ته ئې زيان ونه رسولو٬ ھغه يو زړه ور حكمران دے۔ ده ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې د عمران خان حكومت كوم پرمختيائې او فلاحي كارونه كړي ٬ د ھغې په سبب په دوهم ځل هم اولس بيا پي ټي ائې له ووټونه وركړل ٬ ده ووئېل تجزيه كوونكو به وئيل تحريك انصاف په پنجاب كښې حكومت نشي جوړولې خو نړۍ وليدل چې په پنجاب كښې د پي ټي آئي حكومت دے او ښه په كاميابۍ سره چلېږي۔ ده ووئيل زه فخر كوم چې په سانګھړ كښې د پير صاحب پګاړا مريدانو زما هركلے كړے٬ پير صېب ما سره مينه لري ٬ ھغوي چې ما له كوم عزت راكړے ھغه نه شم هېرولې۔ د ھغوي ګوند د اولس حقونو لپاره بشپړه هڅې كوي ٬ ده ووئېل په خېر پور كښې د صدر الدين شاه راشدي په زوي پيپلز پارټۍ بريد كړے او 12 ملګري ئې ورله شهيدان كړي۔ ده ووئيل په خېر پور كښې په ټګۍ صدر الدين شاه راشدي ته ماتې وركړې شوې خو اوس به داسې نه كېږي۔ ده د سانګھړ اولس نه پوښتنه وكړه چې آيا تاسو د سندھ د حالاتو نه مطمئن ئې نو خلقو ځواب وركړو