اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د پاکستان لرې پرتو سيمو ودانۍ ته د صحت سهولت وركولو لپاره د ټېلي ميډيسن كلينكس جوړولو په اهميت زور رواړلو سره وئيلي دي د ټېلي ميډيسن او د مصنوعي ذهانت په څانګو كښې سرمايه كارۍ او د هېلت پروفيشنلز د كار استعداد زياتولو ته اړتيا ده، د مصنوعي ذهانت استعمال سره به د ډېټا تجزيه او د وبائي رنځونو پېشګوئي وكړې شي۔ صدر دا خبرې د پاكستان ټيلي هېلت خدمات پحقله د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې قامي صحت لپاره د وزيراعظم صلاحكار ډاکټر فېصل سلطان، سېکرټري عامر خواجه، کنسلټنټ ډيجيټل ټيکنالوجي تانيه اېدرس، ډائريکټر جنرل هېلت ډاکټر رانا محمد صفدر، ډائريکټر جنرل اېن آئي ټي بي فېصل اقبال او نورو اړوندو چارواكو ګډون كولو۔ په غونډه كښې د نېشنل هېلت سروسز ٬ رېګولېشنز اېنډ کوآرډينيشن وزارت لخوا د ټېلي هېلت پحقله تفصيلي بريفنګ وركړے شو او په پاكستان كښې د ټېلي هېلت سروسز ودې لپاره بېلا بېل تجويزونه وړاندې كړے شول ۔ په دې موقع صدر ډاكټر عارف علوي ووئېل د پاکستان لرې پرتو سيمو ودانۍ ته د صحت سهولت وركولو لپاره د ټېلي ميډيسن كلينكس جوړولو ته اړتېا ده۔، ټېلي هېلت سروسز د کرونا پحقله معلومات عام كولو كښې مهم كردار لوبولے ۔ ده ووئيل د مصنوعي ذهانت استعمال سره به د ډېټا تجزيه او د وبائي رنځونو پېش ګوئي وكړې شي۔ ده ووئيل د هېلت پروفېشنل او رنځورانو ترمېنځه رابطې باوري كولو لپاره ډيجيټل انفراسټرکچر كارولو ته اړتيا ده۔ صدر هېواد كښې د ورچوئل کېئر نېټ ورك ودې لپاره قانوني فرېم ورك جوړولو په حاجت هم زور رواړو۔ په دې موقع غونډې ته ووئيل شول د نېشنل هېلت سروس، رېګوليشنز اينډ کوآرډينيشن وزارت به قانوني فرېم ورك په شپږو اوونيو كښې بشپړ كړي