وزيراعظم عمران خان سره د خزانې وزير شوکت فياض ترين وليدل

image

 

اسلام آباد12اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د خزانې وفاقي وزير  شوکت فياض ترين ليدلي۔ په دې موقع د خزانې وزير وزيراعطم د كامياب پاكستان پروګرام د پېشرفت نه خبر كړے۔ کامياب پاکستان پروګرام نه يوازې ځوانانو له په آسانو قسطونو روزګار لپاره قرض وركوي بلكې متوسط طبقې ته خپل كور لپاره هم پور وركوي٬ د دې نه علاوه د كروندګرو مالي معاونت چې پكښې د جديدېټيکنالوجۍلرونكې مشينري ترلاسه كولو له هم قرض شامل دے چې ورسره به د كر كېلې  څانګه ځانګړے پرمختګ وكړي ۔ وزيراعظم د کامياب پاکستان پروګرام پيشرفت د ډاډ وړګرځولو سره ووئيل  دا د پاکستان په تاريخ كښې وړومبے داسې پروګرام دے كوم چې خلقو ته روزګار ٬ خپل كور او زرعي مشنيري ترلاسه كولو له معاونت كوي٬ دې سره به نه يوازې د روزګار موقعې راپېدا شي بلكې په معيشت به ئې هم مثبت اثرات وشي۔

مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں