اسلام آباد۔16اګست(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره د كمېټي ټو پروټېكټ جرنلسټس (سي پي جے) مشر سټيون بټلر د ګل په ورځ تماس نيولے او افغانستان څخه د نړيوالو خبريالانو په وتلو كښې په مرسته كولو ئې د هغه مننه كړې ۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل پاكستان ګرده نړۍ كښې د صحافت د آزادۍ او د ابلاغ ذريعو سره د تړون لرونكو كارمندانو د تحفظ ملاتړ كوي۔ هغه ووئيل پاكستان د خبريالانو حقونو په حقله د خپلو نړيوالو ذمه وارو نه ښه خبر دے۔ افغانستان څخه د نړيوالې ميډيا غړو وتلو لهمرستې لپاره مونږ خصوصي سېل جوړ كړے۔ سټيون بټلر ووئيل پاکستان په سخت وخت كښې د نړيوالو خبريالانو په وتلو كښې ذمه وار كردار تر سره كړے كوم چې د ستائنې وړ دے