کراچۍ 20اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوکت ترين وئيلي دي اوس به هر درې مياشتې پس اېف پي سي سي آئي سره مشاورت كولے شي دغسې چې د كاروباريانو مسئلې په موثره توګه حل كړې شي او د نجي څانګې سرمايه كارۍ ودې لپاره د دوي باور بحال كړے شي۔ ده دا اعلان د اېف پي سي سي آئي هېډ آفس ٬ فېډرېشن هاٶس دورې په مهال كړې۔ شوکت ترين د جمعې په ورځ د اېف پي سي سي آئي دورې په مهال صنعت كارو ته خپله وېنا كښې ووئيل په كراچۍ كښې به هېلپ ډېسك جوړولې شي دغسې چې د كاروبايونو د ټېكس د طريقه كار مسئلې حل كړې شي۔ ده ووئيل موجوده ټول نوټسز به بېرته اخستې شي دعسې چې د هراسانۍ او بدعنوانۍ خاتمه وشي٬ د دې نه پس به نوټس د تهرډ پارټۍ آډيټر لخوا ډيوډيليجنس د لارې جاري كولې شي۔ ده ووئيل اوس به مونږ د سېلف اسېسمنټ په لور مخ په وړاندې تګ كوٶ۔ ده ووئيل اېف پي سي سي آئي د نومولو شويو غړي به په وفاقي وزارتونو كښې په ټولو فېصله ساز كمېټو او بورډز كښې شاملولې شي ځكه چې حكومت اېف بي سي سي آئي د اعلٰې باډي د كردار ستائنه كوي او د پاليسۍ جوړولو په ټولو فورمونو كښې د دوي فعاله ګډون ضرورې دې۔ د دې نه وړاندې د غونډې په پېل كښې ګډون كوٶنكو د اېف پي سي سي آئي پخواني صدر ارواښاد طارق سعيد لپاره فاتحه خواني هم وكړه۔