د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هاٶسنګ لپاره د قامي رابطه كمېټۍ غونډه٬ پنجاب او د خېبرپښتونخوا د لويو ښاريو په ماسټر پلان تفصيلي بريفنګ وركړے شو

image

 

اسلام آباد12اګست (اے پي پي)وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د ښاريو د بې ترتيبه آبادۍ خپرېدو مخ نيوي لپاره په اولس كښې شعور بېدارولو ته اړتيا ده ٬ د ښار په ودانيو كښې د ماحول بهترۍ لپاره د ګرېن بېلټس ساتنه او په هنګامي حالاتكښې او د قدرتي آفتونو  څخه بچ كېدو لپاره جامع لائحې ته اړتيا ده٬ په خاص توګه د مارګلې غرونو او د سېل د نورو ځايونو حفاظت ته حكومت اول پام لرنه كوي ۔ د وزیراعظم میډیا آفس لخوا د جاري بيان له مخې د وزیراعظم په مشرۍ كښې هاٶسنګ لپاره د قامي رابطه كمېټۍ غونډه٬ شوې ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو ٬ خاص مرستيالو او اړوندو چارواكو ګډون كړے او د څلورو واړو صوبو اعلٰې چارواكو د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو۔ په دې موقع پنجاب او د خېبرپښتونخوا د لويو ښاريو په ماسټر پلان تفصيلي بريفنګ وركړے شوے۔ غونډې ته ووئيل شول  د پنجاب د 28 ښاريو چې مجموعي آبادي ئې 6 كروړه 47 لكه ده په ماسټر پلاننګ په تندۍ سره كار روان دے او اړوند چارواكي هڅې كوي چې پلان زر تر زره بشپر كړے شي۔ د خېبر پښتونخوا پحقله غونډې ته ووئيل شول  د ضم شوو 9 ضلعو پشمول د صوبې په شلو لويو ښاريو كښې به ماسټر پلان په ټاكلې موده كښې ترسره كړے شي چې پكښې نه يوازې د ځنګلو او قدرتي خوړونو  تحفط بلكې د هائي رائز وداونيو جوړول هم شامل دي۔ غونډې ته ووئيل شول  پېښور، مردان، چارسدہ، نوښار، صوابۍ او د اېبټ آباد پلان جوړ شے  او د پنځو نورو ښاريو پلان بشپړېدونكے دے۔ د اسلام آباد په اړه غونډې ته ووئيل شول د هائي رائز ودانيو خيال ساتلو لپاره اصول وضع كولې شي دغسې چې د جورولو نه پس اولس ستونزو سره مخ نه شي ٬   زون تهري كښې د ګرین ایریاز تحفظ  لپاره لائحه مرتب كولې شي۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل  د ښاريو د بې ترتيبه خپرېدو مخنيوي لپاره په اولس كښې شعور بېدارولو ته اړتيا ده ٬ د ښار په ودانيو كښې د ماحول بهترۍ لپاره د ګرېن بېلټس تحفظ او په هنګامي حالاتكښې او قدرتي آفتونو  څخه بچ كېدو لپاره جامع لائحې ته اړتيا ده ٬ په خاص توګه د مارګلې غرونو او د سېل د نورو ځايونو حفاظت ته حكومت اولپام لرنه كوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں