تحريك انصاف تل د مېډيا او د رائې د اظهار د ازادې تائيد كړے، نااهل ليګ به په پروپېګنډه كښې كاميابې ته پرې نه ښودلې شي. ډاكټر شهباز ګل

image

اسلام آباد 15اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې تحريك انصاف تل د مېډيا او د رائې د اظهار د ازادې تائيد كړے، نااهل ليګ به په پروپېګنډه كښې كاميابې ته پرې نه ښودلې شي. د اتوار په ورځ د ن ليګ لارښودې مريم اورنګزېب په بيان په خپل غبرګون كښې ده ووئيل چې پاكستان مېډيا ډوېلپمنټ اتهارټي بل به په پارلمان كښې وړاندې كولې شي، په دې د اپوزيشن پشمول ټولې اړوندې ډلې رائې وركولې شي. ده ووئيل چې دا بل د د طاقتور په ضد او د كاركنانو په حق كښې دے. دا بل د مېډيا كاركنانو لپاره د غږ پورته كولو هڅه ده. ده ووئيل چې تحريك انصاف تل د مېډيا او د رائې د اظهار د ازادې تائيد كړے، نااهل ليګ به په پروپېګنډه كښې كاميابې ته پرې نه ښودلې شي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں