اي سي سي د دوه لكه مېټرك ټنه چينو او د څلور لكه مېټرك ټنه غنمو د درآمد كولو منظوري وركړه

image
APP68-250821 ISLAMABAD: August 25 - Federal Minister for Finance and Revenue Shaukat Tarin chairing the meeting of the Economic Coordination Committee (ECC) of the Cabinet. APP

اسلام آباد25اګست (اے پي پي) د کابينه اقتصادي رابطه کميټي( اي سي سي) اي سي سي د دوه لكه مېټرك ټنه چينو او د څلور لكه مېټرك ټنه غنمو د درآمد منظوري وركړې او اېن ډي اېم اے لپاره ئې د كرونا واكسين اخستو لپاره د 150 مېليونه ډالرو د تكنيكي ګرانټ هم منظوري وركړې ٬ دغسې چې د سږني كال تر پائې 8.5 كروړه وګړو ته د واكسين لګولو هدف سر كړے شي۔ د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د خزانې وزير شوکت ترين په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې سوريه لپاره د خوراكي توكو په صورت كښې د بشري همدردۍ په بنياد مرستې لپاره د اېن ډي اېم اے لخوا تكنيكي ضمني ګرانټ منظور كړے شوے،اي سي سي په سوريه كښې د پاكستان مشن د لارې د 200 ټنه وريژو٬ 200 ټنه اوړو اخستو لپاره د 44.24 مېليونه روپو اجازه هم وركړه۔ غونډه كښې د نېشنل فوډ اېنډ تېګرېكلچرل وزارت لخوا د قحطې ملخانو مخ نيوي لپاره د چين څخه د 12 ډرون الوتكو په لاګو ټېكس كښې د كمي پحقله سمري هم وړاندې كړې شوه كومهجې كمېټۍ منظور كړه۔ اي سي سي په هېواد كښې ستراتېژك ذخيرې په برقرار ساتلو لپاره د اړوند وزارت لخوا د دوه لكه مېټرك ټنه چينو درآمد كولو سمرۍ هم منطور كړې ۔ د خزانې وزير شوکت ترين په نړيوال ماركيټ كښې د خوراك څښاك د څيزونو د بيعې كمي زياتي په تناظر كښې د صنعت او پېداوار سېکرټري، د تجارت سېكرټري، د خزانې او د لا ډويژن سېكرتريز په مشرۍ كښې ذيلي كمېټي جوړه كړې٬ كمېټي به په نريوال ماركيټ كښې ټېنډر جاري كولو لپاره طريقه كار وضعه كوي او نړيوال ټېنډر به په داسې موقع جاري كوي كله چې بيعه مناسب او معقول وي دغسې چې د زرمبادله بچت باوري كړے شي۔ دغسې اي سي سيد افغانستان د بدلېدونكي صورتحال په تناظر كښې په هېواد كښې د غنمو ستراتېژك ذخيري په برقراره ساتلو هم زور رواړو۔

مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں