اسلام آباد 22 اکتوبر(اے پي پي)د افغانستان څخه د امريكې په ناڅاپي وتلو هند په افغانستان كښې د نشه اي توكو د قاچاق كونكې خپل نېټ ورك ثبوت پټولو كښې سختو ستونزو سره مخ دے او اوس په افغانستان كښې د نشه اي توكو د لارې د ترلاسه كړي دولت په اړه د خپلو ثبوتونو ختمولو هڅې كوي٬هند خپل هوس پوره كولو لپاره د نشه اي توكو په تجارت كښې ككړ دے۔د يوې اندازې له مخې د هند د نشه اي توكو غېر قانوني كاروبار 300 اربه روپو ته رسېدلے ۔په هند كښې د نشه اي توكو كارولو كښې د غېر معموليزياتوالي اندازه په كال 2019م كښې د هند د سماجي انصاف او اختيار وزارت د هغې رپورټ څخه لګېدې شي چې د نشه اي توكو په مجموعي استعمال كښې 2.6 فيصد افيون استعمال شوي٬په ټوله نړۍ كښې د دې د كارونكو اندازه 57.8 ده۔په كال 2001 كښې د طالبانو د بې دخله كېدو نه پس په دوو كلونو كښې په افغانستان كښې د كوكنارو كر د 180 ټن نه 3400 ټن ته رسېدلے ؤ ۔د يو اېن ډي سي له مخې تر كال 2003م د كوكنارو د كر څخه د افغانستان د نشه اي توكو ماليت 2.3 اربه ډالر ته رسېدلے ؤ ۔د افغانستان څخه د غېر ملكي ځواكونو وتلو په مهال د كوكنارو پېداوار 9 زره ټنه لوړې كچې ته رسېدلے ۔ډرګ مافيا د 21-2020 د كوكنارو فصل د طالبانو څخه د بچ كولو هڅې كوي۔د هند په ټولنه كښې چرته چې نشه اي توكي په آسانه ترلاسه كېږي دې سره زيات ماشومان مخ كېږي۔تجزيه كار باور لري چې د نړۍ د لويې جمهوريت دعوی كونكے هېواد د نشه اي توكو لويې هېواد جوړ شوے ٬د حېرانۍ خبره ده چې په جنګ ځپلي هېواد افغانستان كښې د كوكنارو په پراخه پېمانه كروندې سره د هند تعلق ته لويدېزو طاقتونو هم پام نه ؤ كړے۔تجزيه كار وائي چې د هند انټيلي جنس نېټ ورك د كوكنارو د پېداوار سپلائي چېن كنټرول كوي او د دغې انتظام كوي