له پرون راهيسې په دې سوچ كښې ووم چې د سيالكوټ پېښې په اړه څه وليكم، ټكي خو بې عمله شوي ٬ وخت د شګو په څير له لاسه روان دے ٬ زيات پام به كول وي٬ چوهدري فواد حسېن

image

اسلام آباد۔4دسمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د سيالكوټ پېښې په اړه د ژور خفګان او افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې له پرون راهيسې په دې سوچ كښې ووم چې د سيالكوټ پېښې په اړه څه وليكل شي، ټكي خو بې عمله شوي دي٬ داسې پېښې يوازې تر 48 ساعتونو مونږ دړدېدلې ساتي ٬ بيا هر څه د معمول لمخې شي او تر هغه وخته پورې احساس دفن پاتې کیږي تر كومې بله پېښه رامخې ته شوې نه وي۔ دا بې پروايي د يو لويې طوفان پېش خېمه ده۔ د خالي په ورځ په خپل یو ټویټ کښې هغه ووئيل زمونږ مخې ته د وینو سیندونه روان دي٬ مونږ په ټولنه كښې ټائم بمونه نصب كړې دې ٬ كه دا شنډ نه كړې شي نو دا به وچوي۔ وفاقي وزير ووئيل وخت لكه د شګو زمونږ له لاسونو روان دے ٬ ډېر پام به ګرځول وي ٬ ډېر پام۔

مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں