د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد د اروپائي ائتلاف پارليماني پلاوي سره ملاقات

image

اسلام آباد 04نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېلي دي چې پاكستان د جي اېس پي پلس په اړه د ملګرو ملتونو په كنونشنز عملدرآمد لپاره لوظي دے٬په پاكستان كښې د جي اېس پي پلس څلورمه او دوه كلنه جائزه روانه ده٬په راتلونكو مياشتو كښې به دوه كلنه جائزه بشپړه شي۔د زيارت په ورځ د اروپائي ائتلاف پارليماني پلاوي سره ملاقات كونكي د تجارت صلاحكار ووئيل چې اروپائي ائتلاف د پاكستان تر ټولو لويې تجارتي او سرمايه كارۍ شراكتدارو كښې يو دے٬ده ووئيل چې تېر مالي كال اروپائي ائتلاف سره دوه اړخيزه تجارت 10.88 بلين امريكائي ډالر پاتې شوې۔په دې موقع د اروپائي ائتلاف پارليماني پلاوي د جي اېس پي پلس په اړه د پاكستان هڅې وستائېلې۔پلاوي د جي اېس پي پلس او نړيوال اقدار په وده د عملدرآمد لپاره د ملاتړ پخلې وكړو۔د تجارت صلاكار ووئيل چې پاكستان د وړاندې نه د مجوزه نوې جي اېس پي ريګولېشن له مخې په شپږو نوې كنونشنز كښې شموليت اختيار كړی۔د تجارت صلاحكار اروپائي ائتلاف هېوادونو د جي اېس پي پلس اسټېټس په ترلاسه كېدو كښې د پاكستان ملاتړ ستائېلې دې۔ده هيله څرګنده كړه چې راتلونكې دوه كلنه جائزه به هم كاميابه وي

مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں