د افغان اولس مسئلو حل لپاره د پاكستان حكومت پرله پسې هڅې كوي٬د افغانستان زده كوونكو لپاره به لا آسانۍ وركوو٬ون ونډو آپرېشن به ډېر زر پېل كړےشي۔افغانستان لپاره د پاكستان خاص استازې صادق خان د وركشاپ ګډون كوونكو ته وېنا

image

اسلام آباد 29نومبر(اے پی پی) افغانستان لپاره د پاكستان خاص استازې صادق خان وئېلي دي د افغان اولس مسئلو حل لپاره د پاكستان حكومت پرله پسې هڅې كوي٬د افغانستان زده كوونكو له به لا آسانۍ وركوو٬ون ونډو آپرېشن به ډېر زر پېل كړے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلامي نظرياتي كونسل او د مذهبي چارو وزارت د انټرنېشنل ريسرچ كونسل د سيوري لاندې پنځه ورځني وركشاپ اختتامي غونډې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔د ګل په ورځ د اسلامي نظرياتي كونسل لخوا جاري شوي بيان له مخې وركشاپ ته د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر قبله اياز په پرمختللو هېوادونو كښې د جمهوري اقدار په اهميت او ضرورت خبره وكړه او د پاكستان او افغانستان ترمينځه د اعتماد سازۍ او مضبوطو روابطو لپاره په مكالمه ئې زور راوړو۔د وركشاپ اختتامي ناستې ته د افغانستان لپاره د پاكستان خاص استازي صادق خان ګډون كوونكو ته د وېنا كولو په مهال ووئيل د افغانستان زده كوونكو له لا آسانۍ وركوو٬ون ونډو آپرېشن به ډېر زر پېل كړے شي۔ده ووئيل د افغان اولس مسئلو حل لپاره د پاكستان حكومت پرله پسې هڅې كوي٬د افغان كډوالو كمپنۍ په پاكستان كښې رجسټرډ كېږي٬هغوي ته د كاروبار موقعې ترلاسه كېږي او بينك اكاؤنټ هم پرانستلے شي۔وركشاپ كښې ګډون كوونكو د پاكستان د بېلو تهنك ټينكس او ادارو هم دوره وكړه چر ته چې هغوي ته د منطقې د امن او خوشحالۍ لپاره د پاكستان د هڅو پشمول په پاكستان او افغانستان كښې د تجارت ښه والي٬په موجوده بشري بحران كښې د پاكستان او ګاونډي هېواد د كردار٬د جمهوري اقدارو او د سماجي تنظيمونو كردار په اړه په تفصيلي توګه ووئېلې شول۔وركشاپ ته د سنټر فارسټډي آف اسلام اينډ ډيمو كريسي واشنګټن او د تيونيسيا مشر ډاكټر ادوان مسمودي په اسلامي نړۍ كښې په روادارۍ٬صبر٬ په سوله ايز ډول د اقتدار په منتقل كېدو او د جمهوريت په سباؤن تفصيلي بحث وكړو ۔د انټرنېشنل ريسرچ كونسل مشر محمد اسرار مدني په افغانستان كښې امن د ټولې منطقې امن ګرځولو سره ووئېل په افغانستان كښې په سوله ايز ډول اقتدار منتقل كېدل يو مسئله وه او هلته د سماجي تنظيمونو كردار لا محدود شوے ؤ چې په سوب يې رياست ته د اولس رسنه٬د حقونو تحفظ او شريكې رابطه كارۍ كښې مسئلې رامخې ته وې ۔ده ووئيل تر څو چې مونږ صحت منده مكالمه ونه كړو نو د مفروضو په بنياد به يو بل په نخښه كوو۔هغه او نورو وېنا كوونكو په پاك افغان اړيكو كښې په فيك نيوز او پروپیګنډا كمپائن هم خبرې وكړې۔په نورو وېنا ګوونكو كښې د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز صدر ايمبيسډر نديم رياض٬د تحقيق او مكالمه لپاره د اقبال انسټي ټيوټ ايګزېكټو ډائرېكټر اډاكټر حسن الامين٬د شريعه اكېډمي پخوانے ډي جي پروفيسر ډاكټر محمد مشتاق٬د اسلامي نظرياتي كونسل سېكرټري پروفيسر ډاكټر اكرم الحق يسين٬د پيس پخوانې ډي جي ظفر الله خان٬د كوډ پاكستان ايګزېكټو ډائرېكټر بېرسټر دلاور خان٬پاك افغان كوآپرېشن ډائرېكټر اسحاق خټك٬د خېبر نيوز سينئر خبريال حسن خان٬خبريال سميرا خان او نورو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں