اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم وياند او د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې نااهل ليګ پروپېګنډا ليګ جوړ شوے چې پكښې وړوكي او لوي درغجن او ډرامه كوونكي نااهل راجمع شوي دي، خانداني غلام درباريانو ته حاضرې لپاره هره ورځ د دروغو پرچار كول وي كومو چې هندي اېجنټانو سره په مري كښې پټ ملاقاتونو كولو سره د كشمير كاز ته زيان رسولے. ده دا خبرې د مريم اورنګزېب په بيان په خپل غبرګون كښې وكړې. ډاكټر شهباز ګل ووئيل چې خانداني غلام درباريانو ته حاضرې لپاره هره ورځ د دروغو پرچار كول وي. ده ووئيل چې نااهل ليګ ندي اېجنټانو سره په مري كښې پټ ملاقاتونو كولو سره د كشمير كاز ته زيان رسولے، دوي خارجه وزارت په جېب كښې اچولو سره هند ته د كشمير په معامله په پراخا ډول د لوبې كولو اجازه وركړې وه. ډاكټر شهباز ګل ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د هند ترهګري نړۍ ته څرګندولو لپاره موثر خارجه پاليسي ترتيب كړه، د ټولې نړۍ په وړاندې مودي هټلر ګرځول د عمران خان خاصه ده. ده ووئيل د هند په ضد ودرېدونكې د وزيراعظم عمران خان ثاني نشته.