وزيراعظم عمران خان د افغانستان لپاره د 5 اربه روپو امدادي پیكج٬افغانستان څخه پاكستان لپاره په درآمدات سيلز ټېكس كښې د كمي كولو منظوري وركړه

image

اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د افغانستان لپاره د انساني همدردۍ په بنياد د پاكستان د اړخه د 5 اربه روپو امدادي پیكج وركولو سره افغانستان څخه پاكستان لپاره په مهمو درآمداتو سيلز ټېكس كښې د كمي كولو منظوري وركرې ٬ وزيراعظم وئېلي دي د پاكستان په پوله راتلونكو ټولو افغانانو له به وړيا د كووېډ 19 ويكسي نېشن دومداره وي۔د پیښور څخه جلال آباد بس سروس به بحالولې شي٬نړۍ دې د افغانستان د بېړني صورتحال نوټس واخلي او د انساني همدردۍ په بنياد دې هر ممكنه مرسته وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ افغانستان لپاره په خصوصي توګه د جوړ بين والوزارتي سيل دورې او د افغانستان لپاره د جوړې ايپكس كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د خزانې صلاحكار شوكت ترين٬سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه٬د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔ډاكټر معيد يوسف ايپكس كمېټۍ ته د افغانستان په صورتحال بريفنګ وركرو۔په غونډه كښې د انساني همدردۍ او بېړني صورتحال مخ نيوي لپاره د افغانستان لپاره د پنځه اربه روپو امدادي پېكج منظوري وركړې شوه۔امدادي څيزونو كښې د خوراك څښاك سامان او داروګان شامل دي۔د دې نه علاوه د افغانستان څخه د پاكستان په مهمو درآمداتو سېل ټېكس كښې د كمي كولو اصولي منظوري هم وركړی شوه۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د درملنې لپاره په هند كښې ګير شوي افغانان د پاكستان د لارې هېواد ته ستنېدو له مرسته وكړئ ۔په غونډه كښې افغانانو له آسانيو وركولو لپاره د پاكستان ويزې ترلاسه كولو كښې د آسانيو او په د زياتو نه په زياتو دريو اونيو كښې د جاري كولو پريكړه وكړې شوه۔ دغسې وزيراعظم د افغانستان مرستې لپاره اقدامات او د بارډر منيجمنټ ستائنه وكړه او په دې يې د اطمينان څرګندونه وكړه۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د افغانانو دې هر ممكن مرسته وكړی شي او د پېښور نه تر جلال آباد بس سروس دې بحال كړے شي۔ايپكس كمېټۍ په افغانستان كښې په هنګامي صورتحال د تشويش او د دې عزم څرګندونه وكړه چې د پاكستان حكومت به د افغانانو مرستې لپاره هر ممكن اقدامات كوي۔وزيراعظم ووئيل افغانان مېړنے قام دے چا چې د سختو حالاتو مقابله كړې۔د كلونو راهسې د شخړو نه پس د نړيوالې ورورولۍ دا ذمه واري جوړېږي چې د افغانانو مرسته وكړي۔ دغسې وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار ته سپارښتنه وكړه چې د افغانستان دوره وكړي او د پلاوي په كچه هم د افغان چارواكو سره د مرستې په حقله خبرې اترې وكړي۔

مضمون کا ماخذ : bolão lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں