د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب سره د مېډيا جوائنټ ايكشن كمېټۍ پلاوي ملاقات٬فيك نيوز ختمولو لپاره په قانون سازۍ اتفاق٬د رائے اظهار آزادۍ په تحفظ به كومه سمجهوته ونه كړې شي ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب خبرې

image

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د رائے اظهار آزادۍ په تحفظ به كومه سمجهوته ونه كړې شي ٬ په تېر دور كښې د پيكا آرډيننس او پي اېم ډي اے غوندې تور قوانين څخه د 22 كروړه اولس غلام جوړولو سازش شوے ؤ ۔دې دا خبرې د خالي په ورځ مېډيا جوائنټ ايكشن كمېټۍ پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔په دې مهال د فيك نيوز خاتمې لپاره په قانون سازۍ اتفاق راغلے ۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې پيمرا قانون كښې به په مشاورت سره قانون سازي او د فيك نيوز ختمولو لپاره به شق شاملولې شي۔غونډه كښې دې خبرې ته هم اتفاق راغلو چې فيك نيوز سره به د قامي سلامتيا ګټې او د اولس اتحاد ته د زيان رسولو مخ نيوے وشي۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې وفاقي وزيرې ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ ګښې حكومت د رائے اظهار په تحفظ به سمجهوته نه كوي۔دې ووئيل شهباز شريف د رائے آزادۍ حق ته وده وركول غواړي۔دې ووئيل د صحافت مرګ د سياست او جمهوريت مرګ دے۔دې ووئيل په سياست٬صحافت او اولس څلور كاله قيامت تير شوے۔دې ووئيل مونږ به د خبريالې ورورولۍ په مشاورت سره مخ په وړاندې ځو٬د ستاسو د رايو په رڼا كښې به د مېډيا آزادۍ ته وده وركولې شي۔دغسې د جوائنټ ايكشن كمېټۍ پلاوي مريم اورنګزېب به د وزارت په منصب سنبهالولو مباركي وركړه

مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں