اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د بده مرغه په هند داسې حكومت مسلط دې كوم چې د نړيوالو ذمه وارو ادراك نه لري، مودي د هټلر په نظريه کاربند دې،ھغه په هند كښې هندوتوا نظريه مسلط كول غواړي، مودي سركار غېر ذمه وارانه، غېر قانوني او د جابرانه پاليسيو په سبب نن منطقه د يو شمېر موقعو څخه محرومه دې، د كشمير كشالې سپېځلې او د اوږدې مودې حل په منطقه كښې د تل پاتي امن او پرمختګ يوازنۍ لاره ده۔ د خالي په ورځ د كشمير يوالي ورځ په موقع خپل پېغام كښې وفاقي وزير وئيلي د چې د كنټرول لائن په دواړو اړخونو او ګرده نړۍ كښې كشميريان نن د كشمير يوالي ورځ لمانځي، ټول پاكستانې قام كشميري اولس سره ولاړ دے، ده ووئيل دا انتها خوښي خلق دي او د آر اېس اېس فلسفے ته ډېر نزدې دي۔ ده ووئيل مونږ دا مطالبه لرو چې نړيواله ورورولي دې په مقبوضه کشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو د سنګين خلاف ورزو نوټس واخلي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل مونږ په جمو و کشمير پخپل اصولي موقف ولاړ يو او د خپلواكۍ حق لپاره په دې سپېځلې هلو ځلو كښې د كشميري اولس تر څنګه يو۔ ده ووئيل د كشميري اولسي د هيلو او د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو له مخې د كشمير شخړې سوله ايز حل د پاكستان حتمي مقصد دے ۔ ده ووئيل مونږ به د كشميري اولس اخلاقي، سياسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتو