اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف لارښود سېنېټر فيصل جاوېد خان وئېلي دي پاكستان او سعودي عرب به د ماحولياتي بدلون مخ نيوي لپاره په شريكه توګه كار كوي۔د شورو په ورځ د سماجي رابطې په وېب پاڼه ټوئټر خپل يو ټوېټ كښې سېنېټر فيصل جاوېد وئېلي دي پاكستان به سعودي ګرين انيشيټو پروګرام كښې مرسته كوي دغسې چې سعودي د ځنګلونو په اړه د پاكستان تجربې څخه استفاده وكړے شي د كوم ملاتړ چې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان او وزيراعظم عمران خان كړے۔ده ووئيل پاكستان به د سعودي عرب حكومت ته د 10 اربه اونو بوټو نالولو لپاره تكنيكي مرسته وركوي