فيصل آباد 08 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د نهې په ورځ د فيصل آباد انسټي ټيوټ آف كارډيالوجي دوره كړې چرته چې هغه د سي سي يو پشمول په مختلف وارډز كښې د رنځورانو تپوس پوښتنه كړې او د درملنې په حقله يې د آسانيو په اړه معلومات ترلاسه كړي ۔ده سي سي يو او مختلف وارډز كښې د رنځورانو تپوس پوښتنه وكړه او د هغوي د كورنيو سره يې خبرې اترې هم وكړې۔په دې مهال وزير مملكت د روغتون په آسانيو د اطمينان څرګندونه وكړه۔فرخ حبيب ووئيل د صحت اعلٰی معيار آسانيو وركولو ته حكومت پام لرنه كوي دغسې په دې لړ كښې هېلت كارډ هم جاري شوي۔په دې موقع د پاكستان تحريك انصاف لارښود ميا نبيل ارشد او د پي اېچ اے چيئرمېن ميا وارث عزيز هم ده سره ملګري وو