سلام آباد 06 فروري (اے پي پي) پاكستان او چين تجارت٬ انفراسټركچر٬ د صنعتي څانګې پرمختګ٬ زراعت٬ سائنسي او تكنيكي مرستې او د ځائي اولس د سماجي او اقتصادي خېرښګړې پشمول ټولو څانګو كښې مرسته مستحكم كولو لپاره د سي پېك مشتركه كوآپرېشن كمېټۍ (جے سي سي) له ټاسك وركولو ته سلا شوي دي۔ د وزيراعظم عمران خان د چين د څلور ورځنۍ دورې په پايې كښې د اتوار په ورځ د ګډې اعلاميه جاري كړې شوه۔ د اعلاميې له مخې صحت،ماحوليات او د آئي سي ټي په څانګو كښې نزدې دوه اړخيزه مرسته نوټ كولو سره دواړو مشرانو د پاكستان او چين د صحت، صنعت، تجارت، ګرين او ډيجيټل کورېډورز په اجراء هم اتفاق وكړو٬ وزيراعظم د ونټر اولمپك لوبو منظم ٬ محفوظ او په زړه پورې انتظامات كولو د چين د حكومت ستائنه او د لوبو په غوره كوربتوب كولو د چين حكومت ته مباركي وركړه۔ دواړو ډلو په دې خبره اتفاق وكړو چې اولمپك ګېمز يو داسې ايونټ دې كوم چې تفاهم ٬ شموليت او د نړۍ خلكو ترمينځه ملګرتيا ته وده وركوي۔ دواړو اړخونو د اعلی كچې تبادلو په ځائې ساتلو او په هره كچه د رابطو په مستحكمولو اتفاق وكړو۔ پاک چین مشرتابه د ملاقاتونو په مهال په سيمه ايز صورتحال او د نړيوال سياست په شمول د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې ملاقاتونو كښې روايتي ګرمجوشي، شريك ستراتېژك باور او د نظرياتو يوالې وليدلې شو۔ وزيراعظم عمران د چين پرمختګ او سوكالۍ كښې د چين د كميونسټ ګوند د كردار او تلپاتې پاك چين همكارۍ ته په وده وركولو كښې د صدر شي جن پنګ د ذاتي هلو ځلو ستائنه وكړه۔ دواړو مشرانو د دې خبرې پخلې وكړو چې د پاكستان او چين ترمېنځه ژورې اړيكې د ازمېښت په هر وخت كښې برابر ختلې دي۔ وزيراعظم په دې خبره زور رواړو چې پاك۔چين اړيكې زمونږ د خارجه پاليسۍ سنګ ميل دے او چين سره نزدې دوستۍ ته د پاكستاني اولس مستقل ملاتړ ترلاسه دے ۔ وزيراعظم عمران خان د كووېډ 19 وېكسين ترلاسه كولو كښې د چين مشرتابه د مرستې مننه وكړه۔ دواړو اړخونو پاكستان كښې د سباؤن چېلنجونو مخنيوي په لړ كښې د اړوندو منصوبو روانو ساتلو له د عزم پخلې وكړو۔ چينائي مشرتابه د چين په ماركيټونو كښې د پاكستان د اعلی معيار خوراكي او زرعي مصنوعاتو هركلې وكړو۔ دواړو ډلو د اقتصادي ٬ تجارتي ٬ سائنسي او تكنيكي مرستې سره د اړوندې پاك چين شريكې كمېټۍ 15 غونډې كاميابۍ سره په كېدو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو د روان كال په مهال د بيجنګ په پېلس ميوزيم كښې ګندھارا آرټ نندارتون ته هركلې ووې۔ دواړه اړخونه د دواړو هېوادونو د ځواكونو ترمينځه په بېلو كچو د دفاعي مرستې رفتار روان ساتلو ته سلا شؤ۔ هغوي په دې خبره زور راوړو چې د پاکستان او چین ترمينځه مضبوط دفاعي او امنيتي مرسته منطقه كښې امن او استحكام لپاره ضروري ده۔ پاكستان د چين ټولې عملې ٬ منصوبو او ادارو تحفظ له ټولې ممكنه هڅې كارولو له د خپل عزم پخلې وكړو۔ چينائي اړخ په دې لړ كښې د پورته كړی شويو ګامونو ستائنه وكړه۔ چين د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان قربانۍ او هڅې تسليم كرې۔ دواړو اړخونو په ترهګرۍ قابو موندلو له د خپل عزم پخلې وكړو۔ پاکستان د ون چائنا پاليسۍ لپاره د خپل تړون او ملاتړ څرګندونه او تائيوان٬ سوئيلي بحيره چين٬ هانګ كانګ٬ سنكيانګ او د تبت په معامله چين سره خپلې مرستې او چين د پاكستان خپلواكۍ٬ آزادۍ٬ او د سلامتيا تحفظ او د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ او سوكالۍ ته ودې وركولو له د خپل عزم پخلې وكړو٬ دواړو ډلو سي پېك اهم ستن ګرځولو سره په سيمه ايزو رابطو كښې د اهم عنصر په حېث د ګوادر اهميت رامخې ته كړو٬ دوي د ګوادر ښار او د دې د مېشته وګړو د سماجي او اقتصادي پرمختګ لوړ معيار د لارې د معاش منصوبو جوړولو ته هم سلا شوي۔ دواړو ډلو د سي پېك د ټولو خطرو او د منفي پروپېګنډو څخه محفوظ ساتلو لپاره د قوي عزم څرګندونه وكړه۔ چين د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان قربانۍ او هلې ځلې تسليم كړې او دواړو ډلو د هر ډول ترهګرۍ مخنيوي لپاره د خپل عزم پخلې وكړو٬ د افغانستان پحقله دواړه ډلې دې خبرې ته سلا شوې چې يو سوله ايز٬ مستحكم٬ متحد او محفوظ افغانستان په منطقه كښې سوكالۍ او پرمختګ لپاره بنيادي حېثيت لري٬ هغوي د افغانستان په معامله د درې اړخيزه غونډې كولو ته هم سلا شول۔ دواړو اړخونو د افغان اولس لپاره د بشري مرستې او په افغانستان كښې تندۍ سره په زياتېدونكې ستونزې قابو موندلو له نړيوالې ورورلۍ څخه د فوري تدخل كولو او د افغانستان د اثاثو بحالولو غوښتنه وكړه۔ دواړو اړخونو په دې هم اتفاق وكړو چې هغوي د سي پېك تر افغانستان پراخا كولو له خبرو اترو ته چمتو دي۔ دواړو هېوادونو په سباؤن كښې د افغانستان حوالې سره د نزدې مرستې په روانو ساتلو هم اتفاق وكړو۔ دواړو ډلو د اقتصادي او تکنيکي ، صنعت، سرمايه کارۍ، انفراسټرکچر، خلا، واکسين، ډيجيټلائزيشن، ډيزاسټر مېنېجمنټ ، كلتور، سپورټس او د وظيفائي زده كړې پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې لوظنامې/ د تفاهم يادښتونه لاسليك كړل