د ايوان صدر جامع مسجد لخوا “په اسلام كښې د آزادۍ تصور” په سرخط د جمعې خطبه نېغ په نېغه نشر كړې شوه

image

اسلام آباد۔4 فروری(اے پی پی) د ايوان صدر جامع مسجد څخه “په اسلام كښې د آزادۍ تصور” په سرخط د جمعې خطبه نېغ په نېغه نشر كړې شوې۔ پروفېسر ډاکټر محی الدین هاشمی د جمعې خطبه وركړه۔ هغه ووئيل پاك پروردګار مونږ ته د اسلام په شمول بلها نعمتونه راكړي۔ هغه ووئيل لوي څښتن مونږ ته د نبي علېه السلام د امتيانو شرف راكړے او مونږ له يۍ د آزادۍ نعمت راكړے۔ پروفیسر ډاکټر محی الدین هاشمی د كشمير يووالي ورځې ذكر كولو سره ووئيل 5 فروري د خپلواكۍ ورځې په توګه لمانځلې شي٬ مظلوم كشميري اولس سره په دې ورځ د يو والي څرګندونه كولې شي۔ هغه ووئيل يوه ورځ به راشي په كشميري اولس روان ظلمونه به ختم شي او هغوي به خپلو هلو حلو كښې بريالي شي۔ پروفیسر ډاكټر محي الدين ووئيل د بتانو عبادت او آخرت څخه د انكار بيانيه قرآن رد كړې ۔ زمونږ د مشرانو اسلامي تاريخ سره ژور تعلق پاتې شوے ۔ هغه ووئيل پاكستان د زياتې خوارۍ او هلو ځلو په نتيجه كښې جوړ شوے۔ هغه ووئيل پاكستان د ترهګرۍ ختمولو متفقه بيانيه تشكيل كړې۔ په دې موقعه د هېواد او قام سلامتيا ٬ پرمختګ او سوكالۍ لپاره دعا وكړې شوه۔ دا خبره دې ښكاره وي د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په هدايت د خلكو لارښودنې له د ايوان صدر جامع مسجد څخه د جمعې خطبه نېغ په نېغه خپرولې شي۔

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں