وزيراعظم شهباز شريف سره د سعودي سفير نواف سعيد المالكي ملاقات

image

اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان سعودي عرب سره په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې ودې له خوښي لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف سعيد المالكي سره په خبرو كښې كړې چا چې د نهې په ورځ هغه سره ملاقات كړے۔وزيراعظم د خادم الحرمين الشريفين سلمان بن عبدالعزيز السعود او د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان لپاره د نيكو خواهشاتو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم د سعودي ولي عهد سره په ټېليفون د خپلو اوسنو خبرو اترو ذكر وكړو او وې وئېل په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې لا مستحكمولو شريك خواهش لرو ۔په دوه اړخيزه اړيكو كښې د اضافې رفتار په ځاې ساتلو لپاره وزيراعظم په مختلف سطح باقاعده د دوه اړخيزه تبادلو په اهميت زور راوړو۔وزيراعظم د سعودي عرب لخوا د مرستې وركولو پشمول په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو لپاره د بشپړه مرستې په څرګندونه د سعودي عرب قيادت او اولس مننه وكړه۔وزيراعظم د مرستې په هلو ځلو كښې د سعودي عرب سفير مهم كردار هم وستائېلو چا چې په ذاتي توګه د سېلاب ځپليو سيمو دوره كړی

مضمون کا ماخذ : sorteios quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں