په نړيوالې منډۍ كښې د تيل او ډالر په قدر كښې د كمي په سبب راتلونكې مياشت به اولس ته لويې ريليف ترلاسه شي۔ وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان

image

اسلام آباد 07 اكتوبر (اے پي پي)د بريښنا وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي په نړيوالې منډۍ كښې د تيل او ډالر په قدر كښې د كمي په سبب د راتلونكې مياشت څخه د فيول پرائس ايډجسټمنټ په مد كښې به اولس ته لويې ريليف ترلاسه شي٬حكومت تراوسه د 300 يونټس څخه كمه برېښنا استعمال كوونكو٬كروندګرو او سيلاب ځپليو ته د برېښنا د بلونو په مد كښې 65 اربه روپۍ ريليف وركړے۔د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې وفاقي وزير ووئيل به تيرو مياشتو كښې د فيول پرائس ايډجسټمنت په سبب ګراني راغلې وه كومې څخه چې اولس ستونزو سره مخ شوے٬فيول پرائس ايډجسټمنټ د اګست په مياشت كښې د برېښنا په بلونو كښې شامل شوے كوم چې 10 روپۍ ؤ ٬اوس د تيلو په بيعو كښې كمے راغلے ٬ ده ووئېل د ډالر په قدر كښې هم كمے راغلے ځكه راتلونكې مياشت څخه به د فيول پرائس ايډجسټمنټ په مد كښې بيعه 10 پيسو ته راغلې٬د دې څخه به راتلونكې مياشت په بلونو كښې ښكاره رېليف ترلاسه شي۔ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت اولس ته مالياتي رېليف وركولې شي ٬دا مياشت د بريښنا په بلونو كښې هم كمے شوے ٬ خو راتلونكې مياشتب به اولس ته ښكاره رېليف ترلاسه شي۔ ده ووئېل د وزيراعظم په هدايت د 200 نه تر 300 يونټس برېښنا صارفينو٬كروندګرو او سيلاب ځپليو ته ريليف وركولو لپاره تراوسه 65 اربه روپۍ سبسډي وركړې شوې

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں