اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف (نن) د ګل په ورځ د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په بلنه د سعودي عربستان رسمي دوره كوي۔ د وزيراعظم د ميډيا دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې هغه به نن د سعودي عرب پلازمينې رياض ته ځي۔ په ریاض کښې د پاتې كېدو په مهال به هغه سعودي ولي عهد سره ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه په اقتصادي څانګه كښې د ګڼ اړخيزې مرستې لا مضبوطولو او د ورورولۍ پخوانۍ اړيكې د لا ښه كولو حوالې سره مشاورت كوي۔ وزيراعظم به د سعودي فيوچر انوېسټمنټ انېشېټو سمټ كښې هم ګډون كوي۔