د هند ناظم الامور د تورې ورځې موقع خارجه دفتر ته راوبللے شو او ورته سخت احتجاج رېكارډ كړے شو

image

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د هند ناظم الامور ګورو آهلوواله د تورې ورځې موقع خارجه دفتر ته رابللے شوے او ورته سخت احتجاج رېكارډ كړے شوے او مقبوضه جمو و کشمير كښې د هندي قابضو ځواكونو لخوا د كشميريانو په ضد د بشري حقونو د پرله پسې خلاف وزۍ ورته غندنه شوې ۔ د خارجه دفتر له مخې هندي ناظم الامور څخه غوښتنه وكړې شوه چې د هند حكومت دې د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركړي كومو چې كښې د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې د آزادانه او بې پرې استصواب رائے په كولو زور رواړلے شوے ٬ د هند حکومت څخه غوښتنه وكړې شوه چې د پنځم اګست كال 2019 خپل غېر قانوني او يو اړخيزه اكاروائۍ په سمدستي توګه منسوخ كري او په مقبوضه سيمه كښې دې پوځي محاصره ختمه كړي او د سيمې د آبادۍ تناسب بدلولو غېر قانوني اقدامات دې بېرته واخلي۔ هند څخه دا غوښتنه هم وكړې شوه چې په غلطو مقابلو او په نوم سرچ آپرېشنز كښې د كشميريانو ځوانانو د عدالت نه غېر وژنې دې بندې كړې شي او په غېر قانوني توګه بنديوتن كشميري ځوانان او سياسي مشران دې په سمدستي توګه خوشې كړې شي۔ په دې خبره هم زور رواړلے شو جې د انساني صورتحال سم جاج اغستو لپاره دې هند په مقبوضه وادۍ كښې ميډيا، انټرنېټ او په موبائل مواصلاتې نظام لګولے شوي ټول بنديزونه په سمدستي توګه ختم كړي او آزادو مبصرينو، د بشري حقونو تنظيمونو او نړيوالې ميډيا ته دې مقبوضه کشمير ته د رسېدو اجازه وركړي ۔ پاکستان د خپل هغه دريځ هم پخلے وكړو چې هند د غېر قانوني اقداماتو د لارې د مقبوضه كشمير متنازعه حېثيت نشي بدلولے او نه د كشميريانو په اړه د ملګرو ملتونو په اړوندو قراردادونو كښې شامل د خپلواكۍ جائز حق غصب كولے شي كوم لپاره چې دوي د پاكستان بشپړ ملاتړ لري

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں