پاک – ایران ځینې اروپایي هیوادونو کښې د اسلامو فوبیا په وده اندیښنه لري۔ محمود قرېشي

image
APP31-11 ISLAMABAD: November 11 – Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi shaking hands with his Iranian Counterpart Muhammad Javad Zarif on his arrival at Ministry of Foreign Affairs. APP

اسلام آباد۔11 نومبر(اے پی پی) پاکستان او ایران په ځيني اروپائي هېوادونو كښې په زياتېدونكې اسلاموفوبيا اندېښنه ښكاره كولو سره دا خبره په ډاګه كړې چې د اظهار آزادۍ په نامه د سپكاوي رويه د زغملو نه ده۔ دواړو هېوادونو په دې اتفاق كړے چې افغانستان كښې د امن راوستلو پشمول د منطقې امن او استحكام له به په ګډه هڅې كولې شي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د شورؤ په ورځ خپل د ايران همڅنګ ډاكټر جواد ظريف سره ملاقات كړے۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او ګڼ اړخيزه څانګو كښې مرستې ته په وده وركولو او د كورونا وباﺀ صورتحال په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د دواړو خارجه وزيرانو ملاقات كښې په بهتر باډر مېنجمنټ، د دوه اړخيزه رابطو زياتولو او زائرينو ته د غوره آسانيو وركولو په اړه هم خبرې شوي ۔ دغسې ايران خارجه وزير په تود هركلي كولو د خپل همڅنګ شاه محمود قرېشي مننه كړې۔ شاہ محمود قریشی ايران كښې د كورونا وائرس د لاسه په شوي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كولو سره د وائرس مخنيوي له د ايران حكومت لخوا د پورته كړو ګامونو ستائنه وكړه۔ خارجه وزير خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان او ايران د دوه اړخيزه تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ امنيت او د شريكې خوښې په نورو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو له سيمه ايزو او نورو مهمو فورمونو څخه استفاده كولې شي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل افغانستان كښې تل پاتې او مستقل امن سيمه كښ امن او استحكام لپاره ډېر مهم دے۔ هغه ووئيل د افغانانو تر مينځه مذاکراتو په شكل كښې افغان مشرتابه د امن راوستلو يوه ځانګړې موقعه لري كومه چې بايد له لاسه ورنه كړې شي۔ دغسې په دې مهال دواړه خارجه وزيران افغانستان كښې د امن په شمول د منطقې امن او ثبات له په ګډه هڅو كولو ته صلاح شول۔ خارجه وزير خپل د ايران همڅنګ مقبوضه كشمير كښې د روانو ظلمونو او زياتي او د بشري حقونو خلاف ورزيو نه خبر كړو۔ خارجه وزير د پاكستان اولس لخوا د مظلومومه كشميري اولس په ملاتړ كولو د ايران ستر لارښود علي خامنه اي ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې

مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں