وزيراعظم عمران خان سره په حافظ آباد كښې سياسي مشرانو او د سول سوسائټۍ نامتو شخصياتو ملاقات وكړو

image

حافظ آباد 07 نومبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په حافظ آباد كښې په پرمختيائي چارو كتلو خوشحاله شوے دے، د كورونا په مهال په حافظ آباد كښې د احساس پروګرام له مخې 66 كروړه روپې ضرورت مندو ته وركړې شوې دي، د ډسټركټ ھېډكوارټرز روغتون د بنياد تيګه كېښودل شوې چرته به چې د علاج غوره اسانيې وركړې شي. ده دا خبرې په حافظ آباد كښې سياسي مشرانو او د سول سوسائټۍ نامتو شخصياتو سره د ملاقات په مهال وكړې كومو چې وزيراعظم سره د خالي په ورځ ملاقات وكړو. په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال نديم افضل چن، د پنجاب وزيراعلٰي سردار عثمان بزدار او د پنجاب حكومت وياند ډاكټر فردوس عاشق اعوان هم موجود وه. په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل چې په حافظ آباد كښې په پرمختيائي چارو كتلو خوشحاله شوے دے، د كورونا په مهال په حافظ آباد كښې د احساس پروګرام له مخې 66 كروړه روپې ضرورت مندو ته وركړې شوې دي، د ډسټركټ ھېډكوارټرز روغتون د بنياد تيګه كېښودل شوې چرته به چې د علاج غوره اسانيې وركړې شي. وزيراعظم د كورونا وبا په مهال د پنجاب حكومت په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه وكړه. وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان د معيشت تر ټولو مشكل وخت تېر شوے. د حكومت د حكمت عملې مثبت آغېز شوے، د دې اعتراف په نړيواله توګه هم شوے. د وبا نه پس د معاشي عمل په بحالې خبره كولو سره وزيراعظم ووئيل چې د منطقې په ټولو هېوادونو كښې زمونږ د معيشت پايه وړومبې چلېدلې. وزيراعظم ووئيل چې د كورونا دوهمه چپه په نظر كښې ساتلو سره مونږ ته د احتياط كولو ضرورت دے، سياسي او سماجي مشران دې په دې لړ كښې اولس كښې شعور بېدارولو لپاره خپل پوره كردار ترسره كړي.

مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں