د ناموس رسالت (ص) تحفظ له د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې يو موټي يؤ۔ وفاقي وزير عمر ايوب خان

image

هری پور۔2 نومبر(اے پی پی) د توان ٬ پېټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير عمر ايوب خان سلام پور (كھدو) كښې د درې كروړه دولس لكه روپو په لګښت د سوئي ګېس رسولو سكيم پرانستې دستورې ته خطاب كښې ووئيل چې د ناموس رسالت (ص) تحفظ له د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې يو موټي يؤ۔ وزیراعظم د ټولو اسلامي هېوادونو مشرانو ته خطونه استولو سره هغوي د دې مسئلې د حساسيت نه خبر كړي دي۔ ګستاخي كولو سره مسلمانانو ته د تكليف وركوؤنكو بدبختو په ضد كردار ترسره كولو له به پاكستان د ټولې اسلامي نړۍ مشري كوي۔ وفاقی وزیرعمر ایوب خان د سيمې اولس ته ووئيل چې د ګاز رسولو سكيم پرانسته شوې ده او په منګ او كالي تراړ كښې د كم وولټېج په شمول د برېښنې نورې مسئلې حل كړې شوي دي ۔ ده زياته كړه چې د 80 لكه روپو په نورو سكيمونو كار روان دے

مضمون کا ماخذ : quina acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں