اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) خارجه دفتر اسرائيل تسليمولو لپاره په پاكستان د فشار په اړه د ميديا رپورټس مسترد كولو سره دا بې بنسټه او بې بنياده ګرځولي دي ۔ تېره ورځ ځينې ميډيا رپورټس كښې ادعا شوې وه چې وزيراعظم وئيلي دي په پاکستان د اسرائيل تسليمولو لپاره د امريكې فشار سره مخ دے۔ د خارجه دفتر وياند محمد حفيظ چوهدري د نهې په ورځ په دې لړ كښې د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل دا رپورټس بې بنسټه او بې بنياده دي او دا مونږ مسترد كړي ٬ ده ووئيل وزيراعظم د پاکستان موقف په سپينو ټكو واضح كړے چې د فلسطين مسئلې سپېځلي او د فلسطين اولس لپاره د قبلېدو وړ تر حل به پاكستان اسرائيل نه تسليموي۔ وزيراعظم په دې خبره زور راوړے چې د پاكستان پاليسي د قائداعظم وژن له مخې ده ۔ وياند ووئيل د وزيراعظم بيانونه په دې موضوع د پاكستان د واضح دريځ عكاس دي، په كومو چې د بې بنسټه ګنګوسو كولو هېڅ ګنجائش پاتې نه دے۔ وياند ووئيل جامع او كوټلي امن لپاره به پاکستان د كال 1967 نه د وړاندې پولو او القدس الشريف د پايه تخت په توګه د ملګرو ملتونو ٬ د او آئي سي قراردادونو او د نړيوال قوانين له مخې د فلسطين د دوه رياستي حل ملاتړ روان ساتي