په تعميراتي كار كښې تندې سره به د هېواد معيشت بهتر شي، خلق به د روزګار موقعې ولري. د وزيراعظم عمران خان د كورونو او ودانيو د قومي رابطه كمېټې غونډه كښې خبرې

image
APP41-201120 ISLAMABAD: November 20 - Prime Minister Imran Khan chairing a meeting of National Coordination Committee on Housing, Construction & Development. APP

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په تعميراتي كار كښې تندې سره به د هېواد معيشت بهتر شي، خلق به د روزګار موقعې ولري، د پنجاب حكومت دې د تعميراتي كار په اړه ترلاسه شوي درخواستونه د مروجه قوانين له مخې زر منظوري كړي او د تعميراتي څانګې اړوندې ستونزې دې په سمدستي توګه حل كړي. ده دا خبرې د جمعې په په ورځ د كورونو او ودانيو د قومي رابطه كمېټې د اوونيزې غونډې د مشري كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم، د اصلاحات صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن، د وزيراعظم د سياسي رابطو خاص مرستيال شهباز ګل، وفاقي او صوبائي سېكرترانو او اعلٰي چارواكو ګډون وكړو. په دې موقع د سټېټ بېنك ګورنر غونډې ته ووئيل د بېنكولو لخوا د نوي پاكستان هاٶسنګ سكيم له مخې كورونه جوړولو لپاره د قرض په ترلاسه كولو كښې اسانۍ باوري كولې شي. ده ووئيل د اولس اسانۍ لپاره به د هېواد په ټولو ضلعو كښې د موجودو بېنكونو په پنځوس فيصده څانګو كښې تعميرات لپاره د پور وركولو په اړه خاص ډېسك جوړلے شي. د بېنك الحبيب لخوا غونډې ته ووئيل شول تعميراتي څانګې لپاره تر اوسه د 6 اربه روپو منظوري وركړې شوې. د پنجاب چيف سېكرټري غونډې ته ووئيل د ټولې صوبې څخه په 44 مليونه مربع فټ تعميراتي كار لپاره درخواستونه ترلاسه شوي چې پكښې په 20 مليونه مربع فټ تعميرات لپاره منظوري وركړې شوې. دې سره به په صوبه كښې د يو كهرب روپو معاشي چارې پېل شي. د خېبر پښتونخوا چيف سېكرټري غونډې ته ووئيل په ټوله صوبه كښې نزدې په 6 مليونه مربع فټ تعميرات لپاره درخواستونه ترلاسه شوي. ده ووئيل د منظورې نه پس به په صوبه كښې د 100 اربه روپو معاشي چارې پېل شي. وزيراعظم عمران خان ووئيل په تعميراتي كار كښې تندې سره به د هېواد معيشت بهتر شي، خلق به د روزګار موقعې ولري، د پنجاب حكومت دې د تعميراتي كار په اړه ترلاسه شوي درخواستونه د مروجه قوانين له مخې زر منظوري كړي او د تعميراتي څانګې اړوندې ستونزې دې په سمدستي توګه حل كړي

مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں