اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د توان په څانګه كښې د شويو اصلاحاتو په اړه غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې وزیراعظم عمران خان ته په اصلاحاتی عمل كښې په شوي پېشرفت بريفنګ وركړې شو۔ د وزیراعظم میډیا آفس لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسد عمر٬ شبلي فراز، حماد اظهر، عمر ایوب، سلاحكارو عبد الرزاق داؤد، عبد الحفیظ شیخ، خاص مرستيال ندیم بابر، تابش ګوهر، د توان سېكتر او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ وزیراعظم صنعتونو ته د وركړې شوي په انډسټریل پیکج د عملدرآمد باوري كولو امر وكړو۔ غونډه خبر كړې شوې چې اي سي سي د دې پېكج له مخې د وركړې شوي ټېرف او سبسډي نن منظوري وركړې ده او د دې اطلاق به د نومبر د مياشتې نه كولې شي۔ په غونډه كښې د آئي پي پيز سره د شوې مذاكراتي عمل په اړه هم تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ وزیراعظم د توان څانګې سره د تړلې شوې مسئلو د كوټلي حل وضع كولو امر وكړو۔ ده اولس ته سهولتونه وركولو لپاره ټول ممكنه اقدامات كولو هم امر