د نيمې وچې مسلمانانو لپاره جلا وطن جوړولو لپاره د قائداعظم کردار ته بشپړه پېرزوئنې وړاندې كوٶ۔ د صدر ډاکټر عارف علوي د قائد زېږون ورځې په موقع پېغام

image

اسلام آباد 25 دسمبر(اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د قائداعظم ورځې په موقع خپل پېغام كښې وئيلي دي نن مونږ د بابائے قام قائداعظم محمد علي جناح 144مه سالګيره لمانځو ٬ مونږ د نيمې وچې مسلمانانو لپاره جلا وطن جوړولو په اړه د قائداعظم کردار ته بشپړه پېرزوئنې وړاندې كوٶ، مونږ لوظ كوو پاکستان مستحکم او سوكاله جوړولو لپاره به د ھغوي په تعليمات عمل كوٶ۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي قائداعظم محمد علي جناح دوه قامي نظريه وړاندې كړې ٬ قائد د اقليتونو د حقونو علمبردار ٶ او وئيلي ئې وٶ پاکستان كښې به د هرې يوې كمېونټۍ كس ته د وګري په توګه برابر حقونه ترلاسه وي او دوي ته به د خپل مذهب او په اقدارو د عمل كولو بشپړه آزادي لري٬ پاکستان كښې به د اقلتيونو تحفظ كولے شي۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل نن مونږ په هغه اصولو د عمل درامد عزم له پخلے كوٶ چې پاكساتن كښې به د دې متنوع آبادۍ او د بېلا بېلو مذهبونو د پېروكارو وګړو د رنګ ٬ نسل ٬ ذات پات او د مذهب نه پرته مساوي موقعې وركوٶ۔ ده ووئيل په نننۍ ورځ به مونږ له د غېر قانوني مقبوضه جمو و کشمير اولس هم ياد ساتل وي څوك چې د تېرو اووو لسيزو راهسې د هند د رياستي ترهګرۍ څخه متاثره دي۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل مونږ په نړيوالې ورورولۍ زور وراړو چې ھغوي په هند كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو مخنيوے او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركولو له خپل كردار ولوبوي۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل مونږ چې د كرونا د وړومبۍ چپې په مهال په كوم نظم و ضبط او هدايات عمل كړے ٶ په ھغې بيا عملدرامد كولو ته اړتيا ده۔

مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں