كوئټه 21 نومبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري د كوئټه نامتو كاروباري شخصيت ممتاز پراچه په مړينه خواشيني ښودلې. د غمرازې په خپل پېغام كښې د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر ووئيل چې د ارواښاد ممتاز پراچه مرګ سره مونږ د يو شفيق شخصيت څخه محروم شوي يو. هغه يو غريب پال، ايماندار او سماجي شخصيت و. ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.