اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې پاكستان كښې د هند د ترهګرۍ كارروائيو سرپرستۍ كولو د نه رد كېدو وړ ثبوتونه شتون لري۔ هند په رياستي ترهګرۍ كښې نېغ په نېغه ككړ او دې ته هوا وركوي۔ هند د پاكستان غېر مستحكم كولو منصوبه جوړه كړې ده چې په اړه ئې پرله پسې نړيواله ورورولي خبر ساتلې شي۔ د هند د رياستي ترهګرۍ په اړه نور غلې پاتې كېدل د پاكستان په ګټه دي او نه د سوئيلي آسيا په ګټه۔ په سوئيلي آسيا كښې امن په ځائې كولو له د پاكستان كردار هند هضمولے نه شي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د خالي په ورځ د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرل بابر افتخار سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ په دې موقعه پاكستان كښې د ترهګرۍ كاروائيو كښې د هندي ادارو د ككړ كېدو ٬ د كالعدم تنظيمونو مالي مرستې ٬ د كالعدم تنظيمونو كارمندانو ته د تربيې او وسلې وركولو ٬ د هېواد بېلو سيمو كښې د هدفونو په ګوته كولو او د رقم لېږلو ثبوتونه وړاندې كړې شول۔ دې سره سره خبري كنفرنس كښې د ترهګرو او هندي خفيه ايجنسيو چارواكو د خبرو ريكارډنګ او وېډيوز هم ميډيا سره شيئر كړې شوې۔ خارجه وزير په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د هند د رياستي ترهګرۍ ٬ د نړيوالو قانونو ښكاره خلاف ورزيو په ضد دې ګامونه پورته كړې شي۔ خارجه وزير ووئيل د 9/11 نه وروسته نړۍ وكتل چې پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د اولني صف كردار ترسره كوي چې اعتراف ئې كېږي۔ هغه ووئيل پاكستانيانو 19130 ترهګر بريدونه وزغمل او ددې مقابله ئې وكړه چې په نتيجه كښې ئې 83 زره كسان ژوبل او 32 زره شهيد شول۔ كه د مالي زيان جاج واخستے شي نو پاكستان د 126 ارب ډالر زيان سره مخ شو۔ خارجه وزير ووئيل د تېرو څلورو مياشتو په مهال د هند د ترهګرۍ د ملاتړ كولو مثالونه موجود دي او تازه مثال ئې د پېښور او كوئټې اوسني بريدونه دي كوم چې د هند د عزائم عكاسي كوي۔ هغه ووئيل د روان كال اګست مياشت كښې ټي ټي ټي پي ٬ بي اېل اے ٬ بي اېل اېف او اېچ يو اے په شمول د نورو تنظيمونو يو ځائې كولو سره د دوئي كنسورشيم جوړ كړې شو كوم چې د هندي منصوبې برخه ده۔ خارجه وزير هندي عزائم په ډاګه كولو سره ووئيل هند د پاكستان امن پېشرفت كښې خنډان ودرول غواړي او آزاد جموں و کشمیر ، ګلګت بلتستان ، فاټا او بلوچستان كښې قومي پرستۍ ته هوا وركولې شي دغسې چې پاكستان مستحكم نه شي۔ ددې تازه مثال د اېف اے ټي اوسنۍ غونډه ده۔ خارجه وزير ووئيل د تېرو درې كلونو په مهال هند ترهګر تنظيمونو ته 22 اربه روپۍ وركړې ولې چې هغه سي پېك له مينځه وړل غواړي۔ خارجه وزير ووئيل هند د خپل وزيراعظم په مشرۍ كښې په 700 وګړو مشتمل خصوصي سېل جوړ كړې چې ښكاره مقصد ئې د سي پېك په ضد كارروائۍ كول دي۔ دې ته 80 اربه روپۍ وركړې شوي دي۔ خارجه وزير ووئيل هند آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان كښې اړې ګړې رامخې ته كول غواړي۔ سبا جي بي كښې ټاكنې دي او د قوم پرستو د لارې هند قوميت ته د هو وركولو هڅه كولې شي۔ خارجه وزير په نړيواله ورورولۍ په ډاګه كړه چې هند د نړيوال كنوېنشنز خلاف ورزي كوي چې په ضد ئې ګامونه پورته كولو ته اړتيا ده۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د آئي اېس پي آر ډي جي مجېر جنرل افتخار ووئيل مونږ ډېر زيات ثبوتونه لرؤ د هغې نه ځينې تاسو ته وړاندې كوم۔ هغه ووئيل هند پاكستان كښې د ترهګر تنظيمونو ختمېدو نه وروستو د دغې تنظيمونو مرسته كوؤنكے جوړ شو۔ د پاكستان عدم استحكام لپاره هند ترھګرو ته پېسې ٬ تربيه او وسله وركوي۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان كښې رامخې ته شوې اوسنۍ پېښې ددې ګواه دي۔ هغه ووئيل هند د ټی ټی پی ، جماعت الاحرار ، حزب الاحرار ، بی آر اے ، بی اېل اے او بی اېل اېف کنسورشیم جوړ كړې دې۔ هغه ووئيل په كال 2018ء كښې په دې اړه هندي افسر کرنل راجیش افغانستان كښې هندي سفارت كښې ترهګرو سره 4 ملاقاتونه كړې دي او د پاكستان په لويو ښارونو كښې ئې د ترهګرۍ د كارروائيو منصوبه بندي وكړه۔ هغه ووئيل هندي ايجنسۍ آئي اېس آئي سره د اړيكو په اړه پراپېګنډې كوي۔ هغه ووئيل هندي تنظيمونو داعش كمانډر عبد الرحيم المعروف عبد الرحمان مسلم ته حواله خپل سړي كړل۔ د هند د ترهګرۍ مرستې ثبوتونه موجود دي۔ مېجر جنرل بابر افتخار ووئيل د ترهګرۍ فنډنګ لپاره هندي سفارتخانې د سپانسرشپ مركزونه دي۔ هغه ووئيل د هند د پنجاب بېنك د لارې د 28زره ډالرو او افغانستان كښې د 55 زره ډالرو ټرانزېكشن شوے دے۔ هغه ووئيل هندي سفارتكارو د ټي ټي پي لارښودو ته د 8 لكه نه زياتې ډالرې وركړې دي۔ بلوچستان كښې كارروائۍ لپاره هند د 700 كسانو مليشيا جوړه كړه كومې لپاره چې 16 ملينه ډالرې اېښودلې شوې دي۔ هند سفارت قوم پرستو ته د بشري مرستې ترسېوري لاندې رقوم وركوي او د 23.35 ملین ډالر ټرانزېكشن شوے دے۔ بلوچستان كښې د امن وضعه خرابولو له 5 ملينه ډالر وركړې شوي دي۔ دې سره سره كنفرنس كښې ډي جي آئي اېس پي آر د هندي ايجنسيو لخوا پاكستان كښې د ترهګرۍ مالي مرستې په لړ كښې د بېنكنګ ټرانزېكشنز ثبوتونه هم وړاندې كړل۔ هغه ووئيل تېره ورځ هند په اېل او سي بريد وكړو او هند پرله پسې بې ګناه وګړي په نښه كوي۔ هند خپلې ناكامۍ پټولو له په اېل او سي ډزې كوي۔ هغه ووئيل د هند د پرونو ډزو په ځواب كښې د هند لوئې مالي او ځاني زيان شوے دے۔ په دې موقعه خارجه وزير او د آيي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرل بابر افتخار په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د هند ترهګرۍ مرستې او د رياستي ترهګرۍ ګامونو په ضد دې كارروائي وكړې شي۔ هغوي ووئيل پاكستان ټول ثبوتونه ملګرو ملتونو ٬ او آئي سي ٬ پي فائيو او نورو هېوادونو ته وركوي دغسې چې منطقه كښې عدم استحكام لپاره د هندي رياستي ترهګرۍ مخنيوې وكړې شي۔