اسلام آباد۔28نومبر(اے پی پی):وزیراعظم عمران خان ووئيلي د نواز شريف او آصف علي زرداري سلېكټد وو۔ زه د 22 كاله خوارۍ نه وروستو راغلے يم۔ ماته سلېكټد وئيل عجيبه خبره ده۔ مریم نواز د لور كېدو او بلاول بھټو د پرچي د لارې پارټي پوزيشن ته راغلې دي۔ پاكستان فلاحي رياست جوړول زما مقصد دے۔ اصل مقصد مېچ ګټل وي۔ د هدف ترلاسه كولو له ستراتيجي بدلول وي۔ څوك چې تجربه نه لري هغوي د يو ټرن خبره كوي۔ د فوځ كوم فشار شته او نه لاس وهنه۔ پرېكړې په خپله كوم ۔ ټوله خارجه پالېسي د حكومت ده۔ نیا پاکستان هاؤسنګ او بنډل آئی لېنډ انقلابی منصوبې دي۔ 5 كاله كښې د يو كروړو نوكرو او د 50 لكه نه د زياتو كورونو وركولو عزم لرؤ۔ لېفټېننټ جنرل (ر) عاصم سليم باجوه د تجربې په بنياد د سي پېك اتھارټي چيئرمېن لګولے شوے وو۔ په دې لګېدلې تورونه بې بنسټه دي۔ ځكه مو هغه ته د كار روان ساتلو هدايت وكړو۔ كه څوك اعتراض لري نو نېب ته دې لاړ شي۔ د نواز شریف او آصف علی زرداری په کرپشن ډاکیومنټری جوړې شوې۔ اپوزيشن يوازې اېن آر او غواړي۔ چا ھم چې د هېواد پېسه لوټ كښې د هغه بايد بشپره احتساب وشي۔ د چینو ستونزې تحقيقات روان دي۔ هغې كښې به لاس وهنه نه كوم۔ ككړ عناصرو ته به د قانون له مخې سزا وركولې شي۔ په فردوس عاشق اعوان د كرپشن كوم تور نه وو۔ په وزيرانو او صلاحكارو د لګېدونكو تورونو تحقيقات په خپله كوم۔ د نواز شريف بهر لېږلو كښې د چا فشار نه وو۔ د ميډيكل رپورټس په بنياد هغه درملنو له بهر لېږلے شوے وو۔5 كاله ترسره كېدو نه وروستو به عثمان بزدار د پنجاب د تاريخ تر ټولو كامياب او اول لمبر وزيراعلی وي۔ د خالي په ورځ نجي ټي وي سره مركه كښې وزيراعظم ووئيل زه 40 كالو نه ميډيا كښې يم۔ كوم پاكستانې دومره زيات وخت ميديا كښې پاتے شوے نه دے۔ د كرګت نه پس سياست كښې ميډيا كښې پاتے شوے يم۔ تنقيد د ټولنه برخه ده۔ د انسان د سوچ مخ په وړاندې تلو كښې آزادۍ سره د څرګندونې مهم كردار وي۔ پاکستان فلاحی ریاست جوړول زما مقصد دے۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل نواز شریف او آصف علی زرداری دواړه سلېکټډ وو۔ هغوي د الېكشن د لارې نه وو راغلې۔ جنرل جیلانی نواز شریف وزیر خزانه او جنرل ضیاء وزیراعلی جوړ كړے وو۔ ماته سلېكټډ وئيل عجيبه خبره ده۔ زه د 22 كاله خوارۍ نه پس راغلے يم۔ هغه ووئيل اپوزيشن ګوندونه د كال 2018ﺀ ټول ټاكنو ته ګوتې نيسي حال دا دے چې فافن خپل رپورټ كښې د كال 2013ﺀ په مقابله كښې د كال 2018 ټاكنو ته تر ټولو غوره ټاكنې وئيلې وې۔ كال2013ء كښې نېشنل اسمبلۍ كښې 133 پټیشنز فائل شول او كال 2018ء كښې 102 پټیشنز جمع كړې شول۔ د 2018ء ټاكنو حوالې سره د نون ليګ او پي پي دواړو 24 پټیشنز وو او د تحريك انصاف 23 وو۔ د دا شمېرې دا ثابتوي چې د كال 2018ﺀ ټاكنې سپېځلې وې۔ وزيراعظم ووئيل مونږ نه غواړو چې د اسلامي هېوادونو ترمينځھ شخړه كښې فريق جوړ شؤ۔ مونږ وړاندې وئيلې وو چې د افغان مسئلې حل جنګ نه دے۔ هغه خبرې سمې ثابت شوې۔ اپوزیشن جې داسې كوم مثال راكړي چې هغې نه دا ښكاره شي چې په ما د پوځ فشار دے۔ هغه ووئيل د لېفټېننټ جنرل (ر) عاصم سلیم باجوہ تعينات كولو له په ما د پوځ فشار نه وو۔ هغه د تجربې په بنياد د سي پېك چيئرمېن لګولے شوے وو۔ دې سره سره هغه ته د اطلاعاتو او خپرونو ذمه واري وركولو مقصد د اطلاعاتو وزارت كښې اصلاحاتو له روډ مېپ وركول وو۔ عاصم سليم باجوه د تورونو بشپړه ځواب وركړے۔ كه د هغه په ضد چا سره ثبوت وي نو نېب ته تلے شي۔