د راتلونكو 24 ساعتو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې وريځ وي. د موسميات محكمه

image

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د موسميات محكمې وئيلي دي د راتلونكو 24 ساعتو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې وريځ وي، په اسلام آباد، بره پنجاب، خېبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او كشمير كښې د نور باران او په غرونو د واورې ورېدو امكان دے، د پنجاب په مېداني سيمو او بره سندھ كښې د سهار په وخت د لړې امكان هم شته. د موسميات محكمې رپورټ له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په بلوچستان، خېبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان، پنجاب او سندھ كښې باران شوے او په غرونو واوره ورېدلې. تېره ورځ په هېواد كښې د تودوخې تر ټولو ټيټه درجه په لهه كښې منفي 8 ډګري سېنټي ګرېډ ريكارډ شوې.

مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں