اسلام آباد 03 جنوری (اے پی پی) د سعوي عرب چارواكو لخوا د بندېز ختمېدو سره سعودي عرب لپاره د پي آئي اے فلائټ آپرېشن په مكمل توګه فعاله شو. د قومي ائير لائن وياند عبدالله خان لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د سعودي جنرل اتهارټې سول اېوي اېشن لخوا ټوټېفيكېشن جاري كړے شوے او د دې نه پس به د اتوار د ورځې نه د پي آئي اے په ټولو پروازونو مسافر سعودي ته تللې شي. وياند ووئيل چې د دې څخه وړاندې مسافر يوازې د سعودي څخه پاكستان ته راتللې شول. مسافر دې نوي بكنګ او پخوانې بكنګ فعاله كولو لپاره كال سنټر يا دفتر سره رابطھ وكړي. وياند ووئيل چې مسافر دې د پي آئي اے په نمبر 786 786 111 په سمدستي توګه رابطه وكړي. ټول مسافر دې د كورونا وائرس ” پي سي آر” ټسټ د سفر كولو نه وړاندې لازمي وكړي