د كشمير په اړه په كال 1949م كښې منظور شوې د ملګرو ملتونو قرارداد تر نن ورځ عملي نه كړے شو. د پاكستان هندو فورم چيئرمېن ډاكټر جے پال چهابړيا

image

كراچې 05 جنوری (اے پي پي) د پاكستان هندو فورم چيئرمېن او د قومي اقليتي كميشن غړي ډاكټر جے پال چهابړيا وئيلي ذي چې د كال 1949م د جنورې 5مه نېټه هغه ورځ ده كله چې ملګرو ملتونو مقبوضه كشمير ته د خپلواكې د حق باور وركړے و، خو د ملګرو ملتونو دا قرارداد تر نن ورځ عملي نه كړے شو. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په وړومبې ورځ هندوستان كښې ټولې مسئلې د خبرو د لارې د حل كولو وړاندېز كړے و ځكه چې جنګ د مسئلو حل نه وي خو مودي د انتهاخوښې په پالېسې روان دے. ده ووئيل چې د كشمير په مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونه عملي كړے شي. ده ووئيل چې مونږ به په ټوله نړۍ كښې د مودي د ظلمونو په ضد غږ پورته كوو او نړۍ به د مودي د ظلمونو نه خبروو. ده ووئيل چې د پاكستان ټوله هندو ټولنه خپل پاك پوځ سره اوګه په اوګه ولاړه ده. ده ووئيل چې په پاكستان كښې ټول اقليتونه حقوق لري او د دې په ضد په هندوستان كښې انتهاخوښي ده، هلته نه يوازې په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو ظلم كېږي بلكې په هندوستان كښې دننه هم نورو اقليتونو سره غېر انساني رويه ساتل كېږي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں