د پاركو ريفائنري اضافه د پټروليم په څانګه كښې خوشبينه ده۔ وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد۔7 دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې د پاركو ريفائنري اضافه د پټروليم په څانګه كښې خوشبينه ده۔ د منصوبې ترسره كېدو سره به د هېواد په كچه د آئل ریفائنری استعداد پياوړې كېدو سره سره په ځائي كچه د پټروليم مصنوعاتو جوړولو صلاحيت ترلاسه شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د ګل په ورځ د پاركو لخوا د كوسټل آئل ريفائنري لګولو حوالې سره د غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ غونډه كښې د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان او د پټروليم خصوصي مرستيال نديم بابر په شمول نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې راروانو شپږ مياشتو كښې به د ټرمينل لګولو كار پېل شي۔ دې سره سره يو كال پس به د ريفائنري لګولو كار پېل كړے شي۔ وزیراعظم ووئيل د پارکو ریفائنری اضافه پټرولیم سېکټر له زياته خوشبينه ده۔ وزیراعظم ووئيل د دې منصوبې ترسره كېدو سره به د هېواد په كچه د آئل ریفائنری استعداد پياوړې كېدو سره سره په ځائي كچه د پټروليم مصنوعاتو جوړولو صلاحيت ترلاسه شي۔

مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں