اسلام آباد 01 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره د چین سټیټ قونصلر او د دفاع وزير جنرال وی فن ګې د نهې په ورځ ليدلې دي۔ وزیراعظم د پاکستان قامي پرمختيائي مقاصدو لپاره د چین د اړخه د پاکستان پرله پسې مرستې سره د کوویډ 19 وباء له امله پیدا شوے صورتحال په کامیابۍ سره په قابو كولو د چین ستائنه وكړه ٬ وزيراعظم د پاکستان سره د يووالي په څرګندونه او مرسته د چین حکومت او اولس مننه هم وكړه ۔ د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس لخوا جاري بيان له مخې د چین سټیټ قونصلر او دفاع وزير جنرال وی فن ګې د اعلیٰ پائې پلاوي سره د پاکستان په درې ورځنۍ دوره راغلے او د هغه د دورې مقصد د پاکستان او چین اړيكې لا مستحکمول او هغې ته پراختيا وركول دي۔ د چین د دفاع وزير د پاکستا دورې هركلي كولو سره وزیراعظم عمران خان د کوویډ 19 په مهال هم د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلیٰ پائې پلاويو په باقاعدګۍ سره د دورو په اهميت زور راوړو۔ وزیراعظم ووئيل دواړه هېوادونه د شريك باور ، مفاهمت او خیالاتو تر مخه د همغږۍ په بنیاد په هر آزمېښت كښې د كاميابې سټریټجكي مرستې تر مخه يو بل سره همكاري كوي۔ ده ووئيل پاکستان د ون چائنه پالیسۍ بشپړ ملاتړ كوي او د چین د بنیادي قامي ګټې په چارو د چین مرسته کوو۔ جنرل وی فن ګې وزیراعظم عمران خان ته د چین صدر شی جن پنګ او وزیراعظم لی کی کیانګ د اړخه د نيكو هيلو پیغام هم ورورسولو۔ وزیراعظم هم د دغسې خیر سګالۍ د جذبې څرګندونه وكړه او د چین صدر او وزیراعظم سره ئې د خپلو ملاقاتونو ذكر وكړو۔ وزیراعظم د چین پرمختيائي ماډل هم وستائلو چې له امله ئې ګڼ كسان د غريبۍ څخه وېستلې شوي۔ ده ووئيل پاکستان هم دغسې كول غواړي چې داسې مثال جوړ كړي۔ وزیراعظم د 5 اګست 2019ء د هند غیر قانونی او يو اړخيزه اقداماتو تر مخه په جمو او کشمیر د چین اصولي مرسته وستائله۔ده د هند د جارحانه اقداماتو، د هند د اقلیتونو په ضد د امتيازي سلوك او مقبوضه جمو او کشمیر كښې د بې ګناہ کشمیریانو آزادۍ ته د زيان رسولو ګامونو د لارې آر اېس اېس او بی جے پی نظریئ له امله د پېښو خطرو ذکر کولو سره ووئيل د هند د تسلط عزائمو ایجنډې سره د سيمې امن او استحکام ته خطر پیښ دے ۔ وزیراعظم ووئيل د چین او پاکستان اړېكې د سيمې لبره او دې څخه وړاندې د امن او استحکام لپاره اهميت لري او دواړه هېوادونه د رامخې ته شوو چیلنجونو او خطرو مخنيوي لپاره سټریټجکي رابطې او مرستې ته وده وركولې شي۔ وزیراعظم د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ بیلټ اینډ روډ اقدام يوه مهمه منصوبه وګرځوله ٬ ده ووئيل په سيمه به د سی پیك سماجی او اقتصادی اثرات ګټه ور ثابت شي۔ جنرل وی فن ګی ووئيل پاکستان د چین نزدې ملګرے ، ښه ګاونډي او آئرن ورور دے ۔ده د چین پاکستان اړيكو د اهميت ذکر وكړو او بيلو څانګو كښې د پاکستان او چین اړيكې لا قوي كولو لپاره ئې د چینائي قیادت د پوخ عزم څرګندونه وكړه۔ جنرل وی سوئيلي اسياﺀ او بحیئرہ عرب كښې د امن، استحکام او اقتصادی پرمختګ په حاجت زور راوړو او د دې اهدافو سر كولو له ئې د پاکستان هڅې وستائلې۔