فنكارانو او دستكارو ته آسانۍ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ۔ د صدر ډاكټر عارف علوي د پاكستان اجرك جوړونكو په درناوي كښې دستورې ته خطاب

image

اسلام آباد۔ 25 نومبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي فنكارانو او دستكارو ته آسانۍ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ د فنون لطيفه او دستكاريو ودې او تحفظ لپاره دې وېليو اېډيشن او كمرشلائزېشن ته به پام ګرځول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ د اجرك جوړونكو په درناوي كښې راجوړې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل موجوده حكومت د آرټسټ وېلفیئر فنډ يو ارب روپو ته رسولے۔ ځكه چې د فنكارانو او دستكارو خېر ښېګړې ته حكومت پام لرنه كوي او په دې لړ كښی دوي له هره ممكنه آسانۍ وركوي۔ ده ووئيل قام د كورونا وباﺀ د وړومبۍ چپې په احتياطي تدبيرونو خپلولو مقابله كړې وه اوس د دويمې چپې په مهال هم د هغسې احتياطي تدبيرونو خپلولو ته اړتيا ده۔ ماسك اچوۍ ٬ سماجي فاصله ساتۍ ٬ بيا بيا لاسونه وينځي او مخ له لاسونه مه وړۍ۔ ده ووئيل كرونا د مالدار او غريب فرق نه كوي۔ د دې څخه د هر عمر او هره طبقه ځپلې كېږي۔ ده ووئيل د فنون لطيفه او دستكارو د تحفظ ضرورت دے۔ د آئي ټي انقلاب نه وروستو ګڼې څانګې مخ په زوال دي۔ د حكومت په مرسته دغه څانګې محفوظه ساتلې كېدې شي خو په دې حقله به ټولنې له هم خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل د سندھ اجرك تاريخ ډېر پخوانے دے۔ ناوياته دستكاريو ته وده وركول غواړو۔ د كمرشلائزېشن په دې دور كښې د وېليو اېډيشن او د دې څيزونو كمرشلائزېشن سره دا محفوظه پاتې كېدې شي۔ ده ووئيل مونږ له د مصنوعي ذهانت استعمال زياتدېو ترمخه تګلاره وضعه كول دي۔ صدر ووئيل مونږ له د حقيقت ترمخه د دستكارو ساتنې لپاره مناسبه لاره جوړول دي۔ په انسټي ټيوټ آف فېشن ډيزائنګ كښې د دستكاريو وېليو اېډيشن كېدے شي۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل فنكار د هېواد د كلتور په وده كښې مهم كردار ترسره كولے شي۔ دستورې ته د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير شفقت محمود ووئيل زما وزارت د هېواد كلتوري ورثې او نوادراتو تحفظ له هر ممكنه اقدامات كوي۔ دستوره كښې نوموړي سندرغاړي علي ظفر د سندھي اجرك په حقله د خپل فن مظاهره هم وكړه۔ دغسې صدر ډاكټر عارف علوي د دستورې په اخري برخه كښې اجرك جوړونكو له تعريفي اسناد وركړل

مضمون کا ماخذ : گرم گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں