لاهور۔28 نومبر(اے پی پی) د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف او محمد شهباز شريف مور بېګم شميم اختر د جنازې لمونځ نه ورسته جاتي امراﺀ رائېونډ كښې د خپل خاوند خوا كښې خاورو ته وسپارلې شوه۔ د جنازې لمونځ كښې شهباز شریف ، حمزہ شهباز ، د آزاد كشمير صدر راجه فاروق حیدر ‘ د شريف كورنۍ خپلوانو ٬ د سياسي او مذهبي ګوندونو نوموړو شخصياتو او عامو وګړو لوئے شمېر كښې ګډون وكړو۔ د تفصیلات له مخې د بېګم شميم اختر مړې د برټش ائیر وېز پرواز بی اے 259 د لارې لندن نه د لاهور علامه اقبال انټرنېشنل ائیر پورټ ته راورسولې شو۔ وروستو مړې ائيرپورټ نه د اېمبولېنس د لارې شريف ميډيكل كمپلېكس ته ورسولې شو او د جنازې نه سمدستي وروستو هغه د خپل خاوند خوا كښې خاورو ته وسپارلې شوه۔ د جامعه نعيميه مهتمم علامه راغب نعيمي د ارواښاد د جنازې لمونځ وركړو او فاتحه خواني ئې وكړه۔ جنازه كښې شهباز شریف، حمزہ شهباز ، د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حیدر ، راجہ ظفر الحق ،شاهد خاقان عباسی ، احسن اقبال، پرویز رشید ، راناثنااللہ ،انجینئر خرم دستګیر ، خواجہ سعدرفیق، اقبال ظفر جھګړا، امیر مقام، عطا اللہ تارړ،پرویز ملک، غلام احمد بلور، جاوید هاشمی،محمد زبیر او د خواجہ محمد آصف په شمول مذهبي او سياسي لارښودو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو ګڼ شمېر كسانو ګډون وكړو۔ دې سره سره بېګم تهمینه دولتانه،شائسته پرویز ملک، مریم اورنګزیب، عظمیٰ بخاری او د سائرہ افضل تارړ په شمول د ګوندو مېرمنې لارښودې جاتي امرا رائېونډ ته ورسېدې او مريم نواز سره ئې غمرازي وكړه