اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د ګلګت بلتستان وزيراعلٰي خالد خورشيد سره به ګډه د وفاق او ګلګت بلتستان شريكه ډله جوړه كړې شوې كومه به چې په يو څو اونيو كښې انشاءاللہ ګلګت بلتستان لپاره تاريخي پرمختيائي پېكج جوړ كړي. په ټويټر خپل يو ټويټ كښې وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان ترجيح هغه پاكستانيان دي كوم چې د كمزورې طبقې او وروستو پاتو سيمو سره تعلق لري . د پي ټي آئي حكومت دوه نه يو پاكستان جوړولو لپاره هڅې كوي.