درې كسيزه كابينه كمېټي به په 48 ساعته كښې د براډ شيټ په معامله د ګټې ورسوونكو او پورته كوؤنكو په اړه خپل سفارشات وړاندې كړي

image

اسلام آباد۔18جنوری(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي وزيراعظم عمران خان د براډ شيټ په معامله درې كسيزه كابينه كمېټي جوړه كړې ۔ كومه به چې په 48 ساعتو كښې د براډ شيټ په اړه خپل سفارشات وړاندې كړي۔ د ګل په ورځ وفاقي وزير سېنېتر شبلي فراز خپل ټويټ كښې ووئيل 3 كسيزه كابينه كمېټۍ كښې زه ٬ د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د بشري حقونو وفاقي وزيره شيريں مزاري شامل ده۔ هغه ووئيل درې كسيزه كابينه كمېټي به په 48 ساعتو كښې د براډ شيټ معاملې په اړه سفارشات وړاندې كړي۔ په دې معامله كښې د ګټې رسوونكو او پورته كوؤنكو ټولو كسانو په ضد به كارروائي كولې شي

مضمون کا ماخذ : فنکی پھل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں