راروانو 5 كالو كښې به د روايتي ګاړو نه اليكټرك وهيكل ته منتقل شوو ، دوو كمپنيو نوي پاكستان كښې ډرونز جوړول پيل كړي ، د تھري ډي پرنټرز په اړه به پاليسي جوړولې شي ،چوهدري فواد حسين

image

اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي)د سائنس او ټيكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي ډير زر به ډرونز اتھارټي او د تھري ډي پرنټرز په اړه هم نوې پاليسي جوړه ګرې شي ، دوو كمپنيو پاكستان كښې ډرونز جوړول پيل كړي ، ډرونز ټيكنالوجي لپاره سافټ ويئر كښې مونږ كار كړے ، هارډ ويئر كښې كار كولو ته اړتيا ده ، د ډرونز استعمال به زراعت له هم وي۔نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل فور وهيل اليكټرك وهيكل پاليسي به ډير زر جوړه كرې شي ، راروانو 5 كلونو كښې به د روايتي ګاړو څخه اليكټرك وهيكل ته منتقل شوو ،هڅې كوو چې په اليكټرك وهيكل ډيوټي صفر وي ۔وفاقي وزير ووئيل ډير زر به خپل ډائلسز، ايكسرے او وينټي ليټرز مشينونه جوړ كړو ،څومره روپۍ چې د ټيكنالوجۍ څخه راځي دومره د روايتي صنعت څخه نه۔ده ووئيل دا خبره سمه نه ده چې حكومت وعدې نه پوره كوي ،مونږ په ميرټ بھرتي كړي ،د كرپشن ختمولو مو وئيلي وؤ او هغه كوو

مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں