د تيرو 24 ساعتو په مهال هېواد كښې د كورونا 1644 كيسونه رپورټ شول ٬ 46 كسان مړه شول ، بلوچستان،ګلګت بلتستان ،آزاد كشمير كښې د كووېډ۔19 كوم هم رنځور په وينټيليټر نشته،نېشنل كمانډ اينډ آپريشن سنټر

image

اسلام آباد29جنوري (اے پي پي) نېشنل كمانډ اينډ آپريشن سنټر ( اين سي او سي ) له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله 46 كسان مړه شوي چې پكښې 17 كسان په وينټيليټرز ؤ۔ په تيرو 24 ساعتو كښې د كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات كسان په پنجاب كښې او دې نه پس سندھ كښې مړه شوي۔ د جمعې په ورځ نېشنل كمانډ اينډ آپريشن سينټر لخوا جاري شميرې له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال ټول هېواد كښې د يو زر 644 كسانو د كووېډ۔ 19 ټيسټ مثبت راغلے او 46 كسان مړه شوي چې پكښې 38 كسان په روغتونونو كښې دغسې 8 كسان په كورونو كښې د قرنطينه په مهال مړه شوي ، په تيرو 24 ساعتو كښې د كووېډ۔ 19 له امله مړو شوو 46 كسانو كښې 17 كسان په وينټي ليټرز وؤ۔ د هېواد په 4 لويو ښارونو كښې په وينټيليټرز د موجودو رنځورانو په تناسب سره تخت اسلام آباد كښې 41 فيصد،لاهور كښې 37 فيصد، ملتان 37 فيصد او پېښور كښې 27 فيصده رنځوران داخل دي۔ دغسې د هېواد څلورو لويو ښارونو كښې د كورونا رنځورانو لپاره بيلو شوو د آكسيجن آسانيو لرونكو كټونو كښې د كورونا مثبت كيسونو په تناسب سره پېښور كښې 41 فيصد،كراچۍ 36 فيصد ،ملتان كښې 34 فيصد او پينډۍ كښې 24 فيصده رنځوران پراته دي۔د تيرو 24 ساعتو په مهال ټول هېواد كښې د كورونا 43 زره 381 ټيسټونه شوي چې پكښې سندھ كښې 12 زره 151 ، پنجاب كښې 16 زره 970 ، خېبرپښتونخوا كښې 6 زره 800، اسلام آباد كښې 6 زره 152،بلوچستان كښې 527 ،ګلګت بلتستان كښې 370 او آزاد جمو او كشمير كښې 411 ټيسټونه شامل دي۔ تر اوسه ټول هېواد كښې د كورونا 4 لكهه 96 زره 745 كسان ښه شوي۔ بلوچستان،ګلګت بلتستان او آزاد جمو او كشمير كښې د كورونا وائرس كوم هم رنځور دا مهال په وينټيليټرز نشته

مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں