د هېواد جامعات سره زمونږ سباٶن تړلے دے٬ په پوهنتونونو كښې دې د معياري تدريس عمل او زده كوٶنكو ته سهولتونه وركول باوري كړے شي ۔ د وزيراعظم عمران د خېبرپښتونخوا او پنجاب پوهنتونونو پحقله د غونډې مشرۍ په مهال خبرې

image

اسلام آباد 28 جنوري(اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې خېبرپښتونخوا او پنجاب كښې د پوهنتونو د انتظامي چارو٬ د تدريس د عمل معيار٬ په مالي چارو كښې سپېځلتيا او په مېرټ د عملدرآمد په چارو د زيات په ورځ غونډه شوې۔ په غونډه كښې د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود، د پنجاب ګورنر چوهدري سرور، د خېبرپښتونخوا ګورنر شاہ فرمان، د پنجاب د تعليم صوبائي وزير راجه ياسر همايون او د خېبر پښتونخو د تعليم وزير کامران بنګش ګډون كولو ٬ دغسې ډاكټر عطاء الرحمن هم په غونډه كښئ د وېډيو لنك د لارې ګډون كړے۔ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري بيان له مخې ګډون كوٶنكو په صوبو كښې په پوهنتونونو كښې د اتنظيمي چارو٬ مالي مسائلو٬ زده كوٶنكو ته د تدريس په عمل كښې معيار په ځاے ساتل٬ سياسي لاس وهنه ختمول٬ د ضابطې نه خلاف د بهرتيو په سبب د رامخئ ته شوو مسئلو ٬ په مېرټ عملدرآمد باوري كولو او په پوهنتونونو كښې تجربه لرونكي مشران تعيناتولو پحقله بېلا بېل تجويزونه وړاندې كړے شول ۔ وزيراعظم عمران خان غونډې ته خپله وېنا كښې ووئيل د هېواد جامعات سره زمونږ سباٶن تړلے دے ٬ په پوهنتونونو كښې دې د معياري تدريس عمل او زده كوٶنكو ته سهولتونه وركول باوري كړے شي۔ وزيراعظم په پوهنتونونو كښې په انتظامي چوكو پوهه او تجربه لرونكي عهددېدارو تعيناتولو سره سره د پوهنتونونو د مشرانو په كاركردګۍ كښئ ځانګړې بهترۍ پحقله د يو متوازن او موثره لائحې جوړولو امر وكړو دغسې چې په پوهنتونونو كښې د اعلٰې تعليم ماحول وركړه ممكن شي او په انتظامي چارو كښې ځانګړې بهتري راشي

مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں