پېښور 16 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي شپاړسم دسمبر د پاکستان د تاريخ مهم موړ دے كومې چې ټول قام ترهګرۍ ته ماتې وركولو لپاره يوموټے كړے۔ د شورو په ورځ د پېښور انسټي ټيوټ آف کارډيالوجي پرانستې نه پس دستورې ته وېنا كښې وزيراعظم ووئيل د اے پي اېس پېښې د زده كوٶنكو او استاذنو د عظيمې قربانۍ نن شپږ كاله وشول، په دې پېښه كښې د شهيدانو د كورنۍ دړد مونږ محسوسوٶ او ھغوي سره د يوالي څرګندونه كوٶ۔ ده ووئيل شپاړسم دسمبر د پاکستان د تاريخ مهم موړ دے كوم چې ټول قام ترهګرۍ ته ماتې وركولو لپاره يوموټے كړے ۔ په دې موقع وزيراعظم او په دستوره كښې ګډون كوٶنكو د آرمي پبلك سكول شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره د يوې دقيقي خاموشي اختيار كړه او دوي لپاره ئې لاس نيوه هم وكړه